ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګ او لوګر کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

میدان وردګ او لوګر کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

ميدان‌ښار، پُل‌علم (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په میدان وردګو کې له  ۵۹۲۴ او په لوګر کې له ۲۷۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP)  له خوا د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې له درې زره ۹۲۴ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.

سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې، نن د «امه» په نوم یوه خیریه بنسټ هم د یاد ولایت د مرکز په ګډون، د ټولو ولسوالیو له ۲۰۰۰ اړو کورنیو سره د ژمنیو جامو او کمبلو مرسته وکړه.

په میدان وردګو کې د امه خیریه بنسټ مسوول محمد بشیر پژواک ته وویل، هرې کورنۍ ته درې درې کمبلې او جامې ورکړل شوې.

دغه‌راز د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري له ۲۷۰۰ بې‌وزله کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ازرې ولسوالۍ له ۸۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د هغه په وینا، له ۱۹۰۰ نورو کورنیو سره بیا د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې یوې ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۱۰ لېټره غوړي او ۶ کیلوګرامه مالګه ورکړل شول.

نوموړی زیاتوي، د بشري مرستو په لړ کې د لوګر د مرکز پل‌علم په ګډون په بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې او خروار ولسوالیو کې هم د خوراکي توکو د وېش لړۍ روانه ده.

 

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.