ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د معلولینو محرومیت؛ محب‌الله له پوهنتونه اول‌ نمره فارغ شوی، خو له بېکارۍ شکایت لري

تخار کې د معلولینو محرومیت؛ محب‌الله له پوهنتونه اول‌ نمره فارغ شوی، خو له بېکارۍ شکایت لري

author avatar
20 Dec 2022 - 16:45
تخار کې د معلولینو محرومیت؛ محب‌الله له پوهنتونه اول‌ نمره فارغ شوی، خو له بېکارۍ شکایت لري
author avatar
20 Dec 2022 - 16:45

تالقان (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): محب‌الله چې د ګوزڼ له امله پر دواړو پښو معلول دى وايي، دوه کاله کېږي چې له پوهنتونه فارغ شوى، خو د معلوليت له امله نه دى توانيدلی چې په کومه دولتي یا خصوصي اداره کې ځان‌ ته دنده پيدا کړي.

د بې‌کارۍ ګراف له لوړېدو سره هم‌مهاله چې په تخار ولایت کې د خلکو د بې‌وزلۍ اصلي لامل دی، یوې ۷ کسیزې کورنۍ د محب‌الله قلم او کار ته سترګې نیولې چې د معلولیت له امله په هیڅ اداره کې ورته د ‎کار زمینه برابره نه شوه، څو یوه درد ته یې دوا شي.

هغه اوس د تالقان ښار په یوه څنډه کې له مجبورۍ، پر فلج شوو او مصنوعي پښو د سختې یخنۍ په زغملو سره عریضې لیکي، څو د قلم له لارې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

محب‌الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: «څلور کلن وم چې د پوليو ناروغۍ او واکسين نشتوالي له امله پر دواړو پښو معلول شوم؛ بيا مې تصميم ونيو چې د هیڅ درانه کار کولو توان نه لرم او د زده‎کړې لپاره مې هڅه وکړه، تر دې چې په ۱۳۹۶ کال کې مې د کانکور ازموینې له ورکولو وروسته د هېواد یوه لرې دولتي پوهنتون ته لاره پیدا کړه؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدم چې پوهنتون ووایم، بالاخره مې د تالقان په یوه خصوصي پوهنتون کې خپلې زده‌کړې پیل کړې او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د کادري نمرو په اخیستو اول‌نمره فارغ شوم، هیله‌مند وم چې زما دغه ټول زحمتونه او کوښښونه به زما او زما د کورنۍ درد دوا کړي؛ خو له دې ناخبر وم چې یوازې زما د معلولیت له امله به راته هېڅ خصوصي او دولتي اداره دنده رانه کړي.»

محب‌الله چې پرله‌پسې یې له ناوړه اقتصادي وضعيت څخه شکايت کاوه وې ویل، دوه کاله کېږي چې د دندې ترلاسه کولو لپاره يې د معتبرو اسنادو او کادري نمرو په لرلو سره څو ځله دولتي ادارو ته مراجعه کړې، خو د دندې نه ورکولو يوازینی لامل يې معلوليت دی.

هغه زیاته کړه: «په داسې حال کې چې له انګلیسي، ازبکي، پښتو او فارسي ژبو سره پوره بلد یم او دغه‌راز ډاډه یم چې د دولتي او خصوصي ادارې په هره څانګه کې په بریالیتوب سره کار کولای شم، اوس چې د بېکارۍ، ناچارۍ او په کور کې د ‎خوراکي او سون‌توکو نه درلودو له امله اړ یم چې د یخنۍ په زغملو سره عریضه‌لیکنه پیل کړم، په داسې حال کې چې زیاتره ورځې له څه ترلاسه کولو پرته او یا هم د ۵۰ یا ۱۰۰ افغانیو په لاسته راوړلو سره کور ته ځم چې د کورنۍ ستونزې مې نه پرې حلېږي.»

نوموړی په دوام کې که څه هم له سرپرست حکومته معلولينو ته د پاملرنې غوښتنه کوي خو وايي، معلولین که د بدن غړو په برخه کې ستونزې ولري خو له فکري پلوه په لوړه کچه کې دي او پر کار د هغوی په ګومارلو سره کېدای شي چې د معلولیت لرونکو وګړو د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ، نور معلولین هم وهڅول شي چې درس او زده‌کړو ته مخه کړي.

محب‌الله دغه‌راز د تخار په دولتي ادارو کې د ځینو مسوولینو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي: «هرکله‎ چې کومې دولتي ادارې ته ورغلی یم، په سپکه سترګه راته کتل کېږي او د معلولیت له امله له موږ سره هېڅ ډول سم چلند نه کېږي.»

هغه زياتوي، د معلولیت له امله نه شي کولاى فزيکي کارونه وکړي او له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دى.

محب‌الله چې د يوې ۷ کسيزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده وايي، که د خپلې بېوزلۍ له امله له کادري اسناو  لرلو سره سره سوالګرۍ ته مخه کړي، دا به د ده او هم حکومت لپاره د شرم خبره وي.

نوموړي په ​​هېواد کې له اړو او معلولو کسانو سره د سرپرست حکومت له لوري د مرستو پر کولو او همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه د معلولينو د امتيازاتو له کمښته هم شکايت وکړ او ويي ویل، په تېر حکومت کې به یې هر کال ٦٠ زره افغانۍ ترلاسه کولې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د معلولينو امتيازات له ٦٠ زرو څخه ٣٠ زرو افغانيو ته راټيټ شوي دي.

په ورته مهال، د تخار د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي احسان‌الله په دغه ولایت کې د معلولینو د ستونزو حل په برخه کې د هڅو خبره کوي او ټینګار کوي چې له معلولینو سره به مرسته وشي څو د مرستندویه بنسټونو له مرستو برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کار قانون له مخې، په دولتي ادارو کې باید درې سلنه معلول کسان وګومارل شي؛ خو په تخار ولایت کې معلولین په ادارو کې د هغوی د ګومارنې په برخه کې د دولتي چارواکو له نه پاملرنې شکایت کوي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.