د اروزګان ولایتي روغتون د ځای او تشکیل له کمښت سره مخ دی
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د یوناما له یوه استازي سره په لیدنه کې وویل، سیمهییزې رسنۍ اطلاعاتو ته پوره لاسرسی لري خو له مالي ستونزو سره مخ دي.
د پروان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ۱۳۸۸ ښځو په ګډون، ۲۹۶۴ کسان له یو کلن سواد زدهکړې کورسونو څخه فارغ شوي دي.
د کابل والي له ولسوالانو او نورو مسوولينو غوښتنه وکړه چې مجرمينو ته په خپله خوښه نه بلکې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې سزا ورکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې لسګونو معلولینو د نړۍوالو مرستندویه ټولنو د مرستو غیرعادلانه وېش په غبرګون کې د یوناما دفتر مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.
د تخار ولايت اوسېدونکی، ۷۰ کلن سپینږیری چې د وروستيو جګړو له امله يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي وايي، له جګړې ستړی شوی او اوس يې يوازينۍ هيله دايمي سوله ده.
د ملګرو ملتونو د باورلیک ورکولو کمېټې، یو ځل بیا په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د برخلیک په اړه پرېکړه ځنډولې او ویلي یې دي، دغه پرېکړه په راتلونکو نهو میاشتو کې د تجدید وړ ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت، د ۳۰ فرعي کوڅو د پخولو کارونه پيل شول.
په خوست کې له نيمه طبي لوړو زدهکړو څخه يو شمېر تازه فارغانې له حکومته غواړي چې دوی ته په روغتیايي برخو کې د دندو زمینه برابره کړي.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له شپږو روغتيايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.
په کندهار کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په «شېرو اوبو» سیمه کې نن پنجشنبه یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د اسلامي امارت مشر د پنجشېر له مسئوولینو او متنفذینو سره په لیدنه کې ویلي، نور باید تعصبونه او تفرقې له منځه یووړل شي، ولس په یوه او بل نامه ونه وېشل شي او راتلونکي نسل ته د وحدت او یووالي مثال پرېښودل شي.
پاکستان او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ټولګډونه حکومت مهم او د سیمې پرمختګ د افغانستان ثبات پورې تړلی دی.
د ژغورنې نړۍواله کمېټه (آیآرسي) وايي، د افغانستان نږدې ټول وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، خو دوی له څلورو میلیون افغانانو سره د مرستو پروګرام لري.
د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګي برید کې د څلورو افسرانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي او یو عام وګړی وژل شوی دی.
په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې فرانسې مراکش ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده او اوس به له ارجنټاین سره لوبه کوي.
د قطر له نظامي کمپ څخه ۳۶۴ نور افغانان په یوه ځانګړې الوتکه کې امریکا ته لېږدول شوي دي.
ملي تدارکاتو کمېسیون د زېربنا په سکټور کې د شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې.
ه سرپل کې له څه باندې ۶۰۰ مالدارانو سره د هغو د څارويو لپاره د خوراکي توکو او جوزجان کې د شهيدانو له ۳۰۰ وارثينو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د غور ځیني اوسېدونکي د کابل- غور او غور – هرات مرکزي لویېلارې نه جوړولو له امله پر تېر حکومت نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دغې ستونزې هواري ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې ناپېژاندو کسانو د حاجي اصغر په نوم یو سوداګر تښتولی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د افغانستان په کچه د قرآنکریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې او د هېواد په کچه لس غوره قاریان وټاکل شول.
د ملي تدارکاتو کمېسيون په خپله لومړنۍ ناسته کې اووه قراردادونه منظور او پنځه يې فسخه کړل، يو قرارداد يې ځنډولی او پرېکړې يې کړې چې له دې وروسته هیڅ اداره نه شي کولای د ياد کمېسیون له منظورۍ پرته پروژې په قرارداد ورکړي.