ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور اوسېدونکي د مرکزي لویې‌لارې جوړولو غوښتنه کوي

د غور اوسېدونکي د مرکزي لویې‌لارې جوړولو غوښتنه کوي

author avatar
14 Dec 2022 - 16:52
د غور اوسېدونکي د مرکزي لویې‌لارې جوړولو غوښتنه کوي
author avatar
14 Dec 2022 - 16:52

فېروزکوه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د غور ځیني اوسېدونکي د کابل- غور او غور – هرات مرکزي لویې‌لارې نه جوړولو له امله پر تېر حکومت نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دغې ستونزې هواري ته جدي پاملرنه وکړي.

هغوی وايي، د لارو خرابوالي له امله تګ راتګ ستونزمن دی، خو په ژمي موسم کې دا ستونزه لا ډېرېږي.

د فېروزکوه یوه اوسېدونکي ۳۹ کلن امیرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارو خرابوالي او وروستیو واورې ورېدو له امله د کابل – فېروزکوه په لویه‌لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی وايي: «لاره ډېره خرابه ده؛ په ځانګړي ډول د بکک کوتل چې ډېره واوره په کې وي او ډېرې خټې لري، موټرونه په ډېرې ستونزې سره راځي، موږ شپږ ساعته په واورو او خټو کې بند پاتې وو څو لوی موټرونه راغلل او موږ یې وژغورلو، که نه د سړې هوا له امله ټول ناروغه کېدو.»

هغه د تېر حکومت مسوولین د دغو ټولو بدمرغیو مسوول ګڼي او وايي: «د حکومتونو هيڅ رهبر د غور د رغونې او پراخیتا په فکر کې نه وو او له همدې امله، مرکزي لویه‌لار جوړه نه شوه.»

د غور یو بل اوسېدونکی غلام محی‌الدین وايي: «سره له دې چې افغانستان ته ډېرې پیسې راغلې خو د غور اقتصادي او پراختیایي وضعیت ته هیڅ پاملرنه ونشوه.»

هغه وايي، که څه هم د یاد ولایت اسېدونکو کلونه کلونه د مرکزي لويې‌لارې نه جوړېدو او برېښنا نشتوالي له امله پراخه اعتراضونه کړي، خو تر اوسه خلکو ته د قناعت وړ هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه پخوانیو حکومتونو د غور خلکو غږ وا نه ورېد، سره له دې چې خلکو د مرکزي لویې‌لارې جوړېدو او د سړک نشتون له امله میاشتې میاشتې اعتراضونه وکړل، عدالت غوښتنه یې وکړه، خو بیا هم هیڅ کار ونشو.»

د غور اوسېدونکي د مرکزي لويې‌لارې د خرابوالي او ستونزو له امله په داسې حال کې نيوکې کوي چې له دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت اوسېدونکو په ټولنيزو شبکو په ځانګړي ډول فيسبوک کې د «محروم غور ومومئ» تر نامه لاندې هشټګ پيل کړی دی.

هغوی پر خپلو پاڼو د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې خرابوالي او پرې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د بندېدو انځورونه خپروي او د سرپرست حکومت له مسوولینو او نړۍوالو بنسټونو د دغه ولایت محرومیت ته د رسېدو غوښتنه کوي.

د غور یوه اوسېدونکي خان‌محمد سېلاب په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکي: «کله چې څوک له هرات څخه غور ته یا له غور نه کابل ته سفر کوي، بیا پوهېږي چې حقیقي محرومیت یعنې څه؟»

د فیسبوک ټولنې شبکې یوه کاروونکي عثمان غوري هم لیکلي: «دا انصاف نه دی چې یو میلیون نفوسي ملت د محرومیت او مظلومیت په اوج کې وي او حکومت یې هېر کړي. د عدالت بوی دا دی چې د غور د خلکو بېړنۍ او اساسي اړتیا چې برېښنا او سړک دي، پوره شي.»

په ورته مها، د غور ځايي چارواکي هم وايي، په تېرو۲۰ کلونو کې سره له دې چې حکومتونو ډېرې پيسې لرلې خو د غور خلکو ته یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم هم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي: «د غور سړک رغول د هېواد په کچه یوه له مهمو او حیاتي پروژو څخه ده چې له بده‌مرغه تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې او د دغې سیمې خلکو لپاره، د سړک جوړول تر هرڅه ډېر مهم دي؛ ځکه چې د سړک نشتوالي او بندو لارو له امله، ډېر ناروغان ځورېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

غور یو غرنی ولایت دی چې د ژمي او واورو په پېلېدو سره یې ډېری مواصلاتي لارې په ځانګړي ډول مرکزي لویه‌لار د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي او له امله یې د ولایت په بازارونو کې د توکو بيې هم لوړېږي.

د غور د والي وياند عبدالواحد حماس د مرکزي لويې‌لارې د ستونزو په تړاو د خلکو غوښتنو په اړه وايي، د خلکو ټولې غوښتنې يې په مرکز کې له چارواکو سره شريکې کړې او هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د مس او سرب کانونو کار له پیلیدو سره د  لويې‌لارې جوړولو کار هم پیل کړي.

هغه وویل: «موږ د خپلو خلکو ستونزې حس کوو چې له سلګونو ستونزو سره پر مرکزي لویې‌لارې تګ راتګ کوي، دا هغه جفا ده چې تېرو حکومتونو د غور د خلکو په حق کې کړې ده؛ په غور کې د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي او هیله‌مند دی چې د د دغه ولایت د مس او سرب کانونو د کار له پېلېدو سره دغه ولایت لږ تر لږه له هرات سره ونښلوو، په دې برخه کې هڅې روانې دي.»

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.