د سالنګ لویهلار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د وړاندوینو له مخې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په سالنګ کې د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویهلاره د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ټریلري موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د وړاندوینو له مخې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په سالنګ کې د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویهلاره د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ټریلري موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور وايي، دیني عالمانو هڅې پیل کړې چې له شریعت او افغاني عنعناتو سره سم ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو لار پیدا کړي.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک عواید سږ کال نږدې ٨ مليارد افغانيو ته لوړ شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کونسلګري د دغه هېواد له زندانونو څخه د ۷۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد پرمختګ لپاره هرڅه ژر د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پرانیزي او د ښځو د کار پر پرېکړې هم له سره غور وکړي.
د پاکستان مخکنی لومړی وزیر عمران خان وايي، د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره وسلهوال له کورنیو سره افغانستان ته تللي وو، خو تېر کال په کابل کې د نوي حکومت له راتګ سره دوی ته وویل شول چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ یو ځل بیا ځانمرګی برید شوی چې په تېرو لسو ورځو کې درېیم ځانمرګی برید دی.
د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د نجونو لوړو او ثانوي زدهکړو ځنډولو تر پرېکړې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د «یا ټول – یا هېڅ» تر عنوان لاندې کمپاین پیل شوی دی.
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د خلکو په غوښتنه بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶ نوې ولسوالۍ منظورې شوې دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوال په يوه ترافيکي پېښه کې چې ۸ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له واشنګټنپوسټ سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ پر مذاکراتو او په افغانستان کې د خلکو استازي حکومت پر شتون ټینګار کړی او امریکا یې په افغانستان کې پر پراخ مالي فساد تورنه کړې ده.
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د څو میاشتو مخکې اورښتونو او سېلابونو له امله بېځایه شوې سلګونه کورنۍ لا هم په کمپونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي چې د ژمي په راتګ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې له ۵۰ بېسرپرسته کورنیو سره د وزو او له ۱۰۰ کارګرو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د عامې روغتيا وزارت مسوولین وايي، په زابل ولایت کې د ترکیې په مرسته د سترګو ۵۰۰ ناروغانو عملیاتونه او د شاوخوا ۵ زره نورو کسانو درملنه کېږي.
په شبرغان ښار کې يوه خصوصي ښوونیز مرکز لسګونو بېوزله هلکانو او نجونو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې؛ کارپوهان د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي، نور هغه کسان چې اقتصادي وړتیا لري بايد ورته اقدام وکړي.
د فاریاب مرکز میمنې ښار امنیتي سرچینې وایي، په دغه ښار کې یو کس په ډزو وژل شوی او د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د ۱۱،۶ میلیون افغانیو په لګښت څلور پروژې بشپړې شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې د پروان ولایت جبلالسراج ولسوالۍ په مناره کلي کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښت او سختې واورې د اټکل خبر ورکړی دی.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو کې د جګړو پر مهال د درېيو ښوونځيو تخریب شوې ودانۍ بېرته ورغول شوې.
په کابل کې د اووه ولایتونو ۱۶۰ معلولو لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ملي ټيم لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو له شلو کلونو ناامنیو او قومي اختلافاتو وروسته، اوس سولې او پخلاینې ته مخه کړې ده. شينډنډ د افغانستان په لويديځ کې د هرات يوه له لويو ولسواليو څخه…