ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره وسله‌وال له کورنیو سره افغانستان ته تللي وو

عمران خان: د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره وسله‌وال له کورنیو سره افغانستان ته تللي وو

author avatar
29 Dec 2022 - 05:26
عمران خان: د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره وسله‌وال له کورنیو سره افغانستان ته تللي وو
author avatar
29 Dec 2022 - 05:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د پاکستان مخکنی لومړی وزیر عمران خان وايي، د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا لس زره وسله‌وال له کورنیو سره افغانستان ته تللي وو، خو تېر کال په کابل کې د نوي حکومت له راتګ سره دوی ته وویل شول چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د پاکستان جیو ټلویزیون د خبر له مخې، عمران خان دا څرګندونې پرون له لاهور څخه د ترکیې له یو شمېر علماوو او محصلینو سره په ان‌لاین خبرو کې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ غوښتل چې افغانستان ته له پنځو څخه تر لسو زرو پورې تللي وسله‌وال پخپلو سیمو کې بېرته مدغم کړو، خو اوسني حکومت دې موضوع ته ډېره پاملرنه ونه وکړه.»

عمران خان وایي، کله چې افغان طالبانو تېر کال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، نو پاکستاني طالبانو ته یې وویل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا، له پنځو تر لسو زرو پورې وسله‌وال چې له خپلو کورنیو سره افغانستان ته تللي وو،  بېرته راتلل، خو اوسني حکومت دې موضوع ته پاملرنه ونه کړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني لومړي وزیر ویلي چې له همدې امله په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شول او اوس یې کنټرول له واکه وتلی دی.

د نوموړي په وینا، کله چې دده حکومت له منځه یووړل شو، نو د سیاسي ډلو او امنیتي ارګانونو پاملرنه له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) څخه واوښته چې له امله یې دغه ډله نوره هم فعاله شوه.

عمران خان وویل، د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ باید توپیر وشي، د پاکستان بهرنۍ تګلاره سمه نه وه، پاکستان د امریکا د ډالرو په بدل کې د نورو جګړه پرمخ وړله.

بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء‌الله ویلي چې په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو شمېر د اوو او لسو زرو ترمنځ ده او د کورنیو له غړو سره یې شمېر شاوخوا ۲۵ زره کسانو ته رسېږي.

هغه وویل، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د عمران خان د ګوند حکومتي چارواکي د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې ناکام شوي دي.

رانا ثناء‌الله وایي، په افغانستان کې د افغان طالبانو له واکمنېدو سره د تحریک طالبان پاکستان ډله پیاوړې شوه.

په ورته مهال، د پاکستان پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پوځ د نوي مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ د قول‌اردوګانو د مشرانو یوه غونډه شوې چې پکې له ترهګرۍ سره پر مقابلې ټینګار شوی دی.

[/restrict]

Views: 813

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.