منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

روسیه: امریکا له افغانستانه ووته او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې «له غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي»؛ له افغانستانه هم وتښتېده او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود.

غړي

د کابل والي: مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد یرغل مات کړ خو د اسلامي نظام ټینګولو کې ناکام شول

د کابل والي نن په کابل کې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۳مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، مجاهدینو د شورویانو یرغل مات کړ خو د اسلامي نظام په ټینګولو کې پاتې راغلل.

غړي

څلورو ولایتونو کې له زرګونه کورنیو او کروندګرو سره نغدي، د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

په ننګرهار کې له ۲۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو، لوګر او جوزجان کې له ۲زره ۱۰۹ کورنیو سره د نغدو پیسو او په زابل کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.

غړي

فایق افغانستان کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه د پوټزل وروستۍ څرګندونې «خواشینوونکې» وبللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر مرستیال له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې په دغه هېواد کې خپل سفارتونه پرانیزي؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي چې د هغه دا څرګندونې «خواشینوونکې» دي.

غړي

مجاهد: د شوروي د ماتې پیغام دا دی چې هيڅ مغرور ځواک باید د افغانانو پر پخه اراده شک ونه کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو ستره ماته دا پيغام لري چې د نړۍ هیڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس پر ایمان، ننګ او پخه اراده شک ونه لري.

نور راپورونه