د کاپيسا ولایت د علماوو شورا جوړه شوه
چارواکي وایي، د کاپيسا ولایت د علماوو پنځلسکسیزه شورا جوړه شوه چې د اړوندو موضوعاتو په اړه به د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
چارواکي وایي، د کاپيسا ولایت د علماوو پنځلسکسیزه شورا جوړه شوه چې د اړوندو موضوعاتو په اړه به د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، په افغانستان کې لس زره روغتیایي کارکوونکو ته معاشونو ورکولو ترڅنګ، ۲۴ میلیون افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او د ښځینه کارکوونکو په اړه د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د ایراني پانګهوالو له یوه پلاوي سره د اوبو بندونو جوړولو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.
لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو ځيني اوسېدونکي د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو له نشتوالي اندېښمن دي او وایي، که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
د هرات کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي، په دې ولسوالۍ کې دولتي ښوونځيو ته د نه پاملرنې او لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي په اړه شکايت کوي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري په موسسو کې د ښځو پر کار بندیز له امله په دغه هېواد کې خپل فعالیت ودراوه.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، دوی ته په تېر نظام کې د یوې یوې نمرې ځمکې اسناد ورکړل شوي، خو لا ځمکې یې ورته سپارل شوې نه دي.
د ژمي په رارسېدو سره هوا ډېره سړه شوې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له اوبلن ګاز او ډبرو سکرو څخه استفاده کوي؛ ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ګازي او ډبرو سکرو بخاریو د استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، یو افغان چې څه موده مخکې د حج فریضې ادا کولو لپاره پر بایسکل له افغانستانه روان شوی او په عراق کې د حکومت له لوري زنداني شوی و، له بنده ازاد شو.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د سږنۍ وچکالۍ او بېکيفيته سونتوکو استعمال له امله ورځ تر بلې د دغه ښار هوا ککړېږي او خلکو ته يې تنفسي ناروغۍ پيدا کړې دي.
د افغانستان مرکزي بانک را روانه چهارشنبه د مرغومي په ۷مه، ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر مرستیال مارکس پوتزل له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت ښې ارزونې لپاره دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
د میدان وردګو ولایت له مرکزه شاوخوا ۱۰۰کیلومتره لرې د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دوی په سیمه کې د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی.
د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو کیلومتر کلیوالي سړک او زر متره محافظتي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اروزګان والي وايي، د ملکي او نظامي ادارو ټول مسوولین مکلف دي چې د خپلو چارو اړوند معلومات له رسنیو سره پر وخت شریک کړي. مولوي محمد علي جان احمد دا څرګندونې په هغه…
د سرپل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشهيي توکو روږدی و - وژلی دی.
د خوړو او درملو ملي ادارې ۲۱۰ ټنه بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي او له سوداګرو یې غوښتي چې د نړۍوالو معیارونو خلاف درمل او خوراکي توکي هېواد ته وارد نه کړي.
په افغانستان کې د ایران سفارت نوي سرپرست، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، رېلپټلۍ او داسې نورو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه چاودنې له امله، د دغه ولایت امنیه قوماندان او دوه ساتونکو یې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له فراه ښاره د بارانونو او واورې اوبو ایستلو په موخه د نهه میلیون ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت کانالونو جوړېدو چارې پيل شوې.
مالیې وزارت وایي، په ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارد او صادرات ۴.۳ میلیارد افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.