ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د ډبرو سکرو او ګازي بخاریو استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلئ

ډاکتران: د ډبرو سکرو او ګازي بخاریو استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلئ

author avatar
26 Dec 2022 - 16:44
ډاکتران: د ډبرو سکرو او ګازي بخاریو استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلئ
author avatar
26 Dec 2022 - 16:44

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ژمي په رارسېدو سره هوا ډېره سړه شوې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له اوبلن ګاز او ډبرو سکرو څخه استفاده کوي؛ ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ګازي او ډبرو سکرو بخاریو د استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلي.

په دې وروستیو کلونو کې له ګازي بخاریو د زیاتې استفاده له امله د اورلګېدنې او ګازنیونې ناوړه پېښې رامنځته شوې چې ان په ځینو مواردو کې د کورنیو د ټولو غړو د له منځه تلو لامل شوی دی.

دغه‌راز د یادونې ده چې له دې مخکې له ډبرو سکرو ناسمه ګټه اخیستنه د ځینو کورنیو د مسمومېدو لامل شوې او اوس هم دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې متخصص او ټرېنر ډاکتر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه وخت ګازنیونه رامنځته کېږي چې د کوټې هوا د اکسیجن پرځای کاربن مونو اکسایډ ونیسي، په کوټه کې موجود کسان د اکسیجن پرځای کاربن مونو اکساید تنفس کړي او د وینې سرو حجرو ته دننه شي، د بدن ټولو غړو او نسجونو ته دننه شوي دغه مواد د کس د مسموم کېدو، بې‌هوښه کېدو او ان د مړینې لامل ګرځي.»

هغه وايي، هم د خلکو بې‌غوري او هم د توکو بې‌کیفیتوالی د خلکو د ګازنیونې لامل کېدای شي؛ ځکه خلک د ګاز بلولو پرمهال، د کوټې هوا بندوي او اجازه نه ورکوي چې اکسیجن کوټې ته دننه شي.

د نوموړي په وینا، د وارداتي ګازو کیفیت هم خراب دی او د خطرناکو پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړی خلکو ته سپارښتنه کوي چې که د کورونو ګرمولو لپاره له ګازي بخاریو ګټه اخلي، باید له پوره احتیاطه کار واخلي.

سرچینه زیاتوي، له ګازي بخارۍ تر استفادې مخکې باید بخارۍ او ګازډبه وکتل شي څو لیکي ونه لري؛ ځکه په ځینو مواردو کې د مرګوني اورلګېدنې رامنځته کېدو لامل کېږي او دغه‌راز له ګازي بخارۍ تر استفادې وروسته باید ګاز او بخاري دواړه د خوب له کوټې و ایستل شي؛ ځکه د ګاز بوی په کوټه کې د شته کسانو د مسمومیت او ان مړینې لامل شوی دی.

نوموړي وویل، په دې وروستیو کلونو کې څو مرګونې او زړه بوږنووکې پېښې شوې چې څو ورځې مخکې هم دغه ډول پېښې راپور شوې دي.

د هغه په خبره، د کوټې هوا باید ټوله بنده نه وي او یوه لاره موجوده وي چې کوټې ته اکسیجن دننه شي، څو د ګازو، بلوط لرګیو او ډبرو سکرو له سوځېدو رامنځته شوي غازات له کوټې بهر کړي.

په ورته مهال، په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو موظف ډاکتر سید فریدشاه رفیعي هم وايي، بې‌غوري او بې‌پامي د خطرناکو اورلګېدنو او مسمومیت لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «له هېوادوالو غواړم چې د ګرمولو سیسټمونو د نصبولو او کارولو په برخه کې د ایمني ټکو په رعایتولو سره د مرګونې پېښو مخنیوی وکړي.»

هغه هم ټینګار کوي چې کورنۍ باید د ډبر سکرو او بلوط لرګیو په وسیله د کوټو ګرومولو پرمهال له دې ډاډه شي چې زغالو اور اخیستی، ښه سوځېږي او خطرناک غاز نه تولیدوي.

همداراز سرچینې زیاته کړه چې د ګازي بخارۍ کارولو پرمهال باید ډاډه شو کې ګازډبه لیکي نه لري او د خوب پر وخت باید لګېدلې پرې نه ښودل شي او ګاز او بخارۍ باید له کوټې بیرون و ایستل شي.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان هم کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره د سون‌توکو په کارولو کې احتیاط وکړي.

هغه زیاته کړه، د اورلګېدنې او مسمومیت پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې د کورونو تودولو په وخت کې پاملرنه ونه شي.

۲۴ کلنه منصوره چې د کابل ښار په کوټه‌سنګي کې اوسېږي، درې کاله مخکې یې د ګازډبې په چاودنه کې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي دي.

هغې پژواک ته وویل: «درې کاله مخکې مې د ګاز په چاودنه کې، پلار، مور، وراره او یوه خورزه له لاسه ورکړل او زما لاس، پښې او مخ هم وسوځېدل او اوس تر درملنې لاندې یم.»

نوموړې زیاته کړه: «دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د کورنۍ ټول غړي مې په کور کې وو او ترکي بخارۍ مو لګولې وه، ګازډبه هم په کور کې وه، زموږ پام نه و، کله چې بخارۍ ډېره ګرمه شوې وه، په کور کې شته ګاز ناڅاپې چاودنه وکړه، زموږ ټول کور او ژوند یې ویجاړ کړل.»

هغه له خلکو غواړي چې له ګازه د استفادې پرمهال له پوره احتیاطه کار واخلي او محافظتي ټکي مراعات کړي.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.