ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا ککړتيا د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

د هوا ککړتيا د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

author avatar
26 Dec 2022 - 16:24
د هوا ککړتيا د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي
author avatar
26 Dec 2022 - 16:24

جلال‌اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي، د سږنۍ وچکالۍ او بې‌کيفيته سون‌توکو استعمال له امله ورځ تر بلې د دغه ښار هوا ککړېږي او خلکو ته يې تنفسي ناروغۍ پيدا کړې دي.

د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې اداره هم وايي، د هوا د ککړتيا مخنيوي لپاره يې هلې ځلې چټکې کړې دي او هڅه کوي، ټولې هغه فابريکې، کارځايونه او هوټلونه اصلاح کړي چې بې‌کيفيته سون‌توکي استعمالوي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمی په رارسېدو د خلکو له خوا د سون‌توکو ډېرې کارونې له امله په ښار کې د هوا د ککړتیا ستونزه زیاته شوې ده.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي صديق‌الله وطن‌دوست پژواک اژانس ته وويل، د هوا د ککړتیا لاملونه څرګند دي خو د دغه ولایت چاپېریال ساتنې ادارې د مخنیوي په برخه کې یې د پام وړ کار نه دی کړی چې له امله یې دا ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

هغه زياته کړه: «د چاپېریال ساتنې اداره باید د هوا د ککړتیا مخنیوي په برخه کې جدي کار وکړي، اوسمهال څه ډول چې لازمه ده د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې څه نه دي کړي؛ په ښار کې د موټرو زیاتوالي او د شخصي جنراتورونو استعمال هم هوا ککړه کړې ده.»

دغه‌راز، د ښار يوه بل اوسېدونکي شيراحمد پژواک ته وويل، د چاپېریال ساتنې اداره باید هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو واردولو، د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې د بې‌کیفته توکو سوځولو او په جلال‌اباد ښار کې د هغو نقلیه وسایطو او نورو کارخونو د فعاليت مخه ونیسي چې زیات لوګي تولیدوي او د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

نوموړي وويل: «په جلال‌اباد ښار کې د هوا ککړتیا لاملونه د ښار په داخل کې یو شمېر کارخونې، جنراتورونه، سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ، زړې موټرې، رېکشاوې او د کورنیو له لوري د ژمي په موسم کې د ربړونو او ټایرونو سوځول او نور ګڼ عوامل دي چې باید د چاپېریال ساتنې اداره یې د مخنیوي په برخه کې لاس په کار شي.»

بلخوا، روغتیاپالان د هوا ککړتیا د موسمي ناروغیو د ډېرېدو یو لامل بولي.

په جلال‌اباد ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر رشیداحمد وایي، د هوا ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو ویره ډېره وي چې کورنۍ باید ورته پام وکړي.

ډاکټر رشیداحمد زیاتوي: «ککړه هوا د ماشوم پر روغتيا ډېر بد اغېز لري؛ ځکه تنفسي ناروغۍ زیاتوي، ځکه د ماشوم بدن تازه هوا او ښه پاک چاپېریال ته اړتیا لري؛ نو کله چې هوا ککړه وي نو د دوی بدن سم فعالیت نه شي کولای او له همدې امله پر تنفسي ناروغیو هم اخته کېږي، نو کورنیو ته په کار ده چې د هوا ککړتیا مخنیوی وکړي او خپل ماشومان پاکه هوا کې وساتي.»

په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین هم مني چې په جلال‌اباد ښار کې د هوا ککړتیا کچه ډېره شوې ده.

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې د نظارت او تفتیش مدیر عبدالنصیر نصرت د هوا د ککړتیا لامل په ژمي موسم کې د نفوس او نقلیه وسایطو زیاتوالی يادوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د چاپېریال ساتنې ادارې په جلال‌اباد ښار کې د نقلیه وسایطو، جنراتورونو، کارخونو او نورو هغو کړنو مخه نیولې چې د هوا د ککړتیا لامل کېدل.

نصرت د هغه دستګاه یادونه هم کوي چې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري یاد ولایت ته د هوا ککړتیا د کیفیت او څرنګوالي معلومولو په موخه ورکړل شوې وه.

خو دى وایي، له کلونو راهیسې دغه دستګاه د تخنیکي ستونزو له امله فعالیت نشي کولای او دوی هم د ښار هوا د ککړتیا څرنګوالی نشي معلومولای.

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین د هوا د ککړتیا مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او ترې غوښتنه کوي چې له اړتیا پرته دې د سون‌توکو له سوځولو او نورو هغو توکو له کارولو لاس واخلي چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.