ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات کهسان ولسوالۍ خلک دولتي ښوونځيو ته له نه پاملرنې شکایت کوي

د هرات کهسان ولسوالۍ خلک دولتي ښوونځيو ته له نه پاملرنې شکایت کوي

author avatar
26 Dec 2022 - 19:19
د هرات کهسان ولسوالۍ خلک دولتي ښوونځيو ته له نه پاملرنې شکایت کوي
author avatar
26 Dec 2022 - 19:19

هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي، په دې ولسوالۍ کې دولتي ښوونځيو ته د نه پاملرنې او لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي په اړه شکايت کوي.

کهسان ولسوالۍ د هرات یوه له مهمو ولسوالیو ده چې په هغې کې د هېواد یو له تر ټولو مهمو بندرونو اسلام کلا موقعیت لري.

د کهسان ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي محمدحنيف پژواک ته وويل، د دوى په سيمه کې له دوو کلونو راهيسې د يوه نیمګړي ښوونځي کار نه دى بشپړ شوى او زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د اسلام کلا يو بل اوسېدونکی ميرويس وايي، که څه هم د اسلام کلا ښارګوټی د نورو ځايونو په پرتله ډېر نفوس لري خو تعلیمي اسانتیاوې یې لږ دي.

هغه زياته کړه چې د کهسان ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې معياري او مجهز ښوونځي نشته خو د کمانې په سيمه کې چې نوموړی په کې ژوند کوي، سربېره  پر دې چې د دوى د ښوونځي ودانۍ نابشپړه ده، تشناب هم نه لري.

د هغه په ​​وينا، ډېرى هغه زده‌کوونکي چې کورونه يې ښوونځي ته څېرمه دي، د درس پر مهال رفع حاجت لپاره خپلو کورونو ته ځي.

هغه زیاتوي: «په کومو سیمو کې چې اوسېږو، کافي اسانتیاوې نشته او د تدریس بهیر هم هغه شان نه دی چې تمه یې کېږي.»

دغه راز د کهسان ولسوالۍ د کمانې لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکى ١٧ کلن عبدالهادي پژواک ته وويل چې کور يې له يادې لېسې پنځه کيلومتره لرې دى او هره ورځ دلته د زده‌کړو لپاره په پښو راځي؛ خو زده‌کړې ته یې هیڅ انګېزه نشته.

دغه زده‌کوونکي زياته کړه، دولت بايد د ښوونځيو ملاتړ ته جدي پاملرنه وکړي او پر وخت يې ملاتړ وکړي او د ښوونځيو ستونزې حل کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې په ښوونځیو کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله زده کوونکي درس نه زده کوي او ان د دوی فارغان هم په لیک او لوست نه پوهیږي.

خو د دې ولسوالۍ د پوهنې د نظارت امر ملا عبدالناصر له پژواک سره په خبرو کې وايي چې د معياري ودانيو او ښوونکو کمښت د دې ولسوالۍ له ستونزو څخه دي چې بايد حل شي.

هغه وايي: «په ځينو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري؛ خو که بیا ودانۍ وي، کړکۍ او دروازه نه لري.»

په ورته وخت کې د هرات ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني پر دې باور دی چې د پوهنې وزارت به د وضعیت په تثبیت او د خلکو په همکارۍ په لرو پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي.

حقاني ټینګار وکړ چې د هرات پوهنې په برخه کې د شته ستونزو راکمولو لپاره د حکومت هڅې روانې دي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې برخه کې د هرات پوهنې رياست نظر هم ولري خو له درې ورځني انتظار او تعقیب وروسته هم مرکې ته حاضر نه شو.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.