ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د شوروي د ماتې پیغام دا دی چې هيڅ مغرور ځواک باید د افغانانو پر پخه اراده شک ونه کړي

مجاهد: د شوروي د ماتې پیغام دا دی چې هيڅ مغرور ځواک باید د افغانانو پر پخه اراده شک ونه کړي

author avatar
27 Dec 2022 - 13:44
مجاهد: د شوروي د ماتې پیغام دا دی چې هيڅ مغرور ځواک باید د افغانانو پر پخه اراده شک ونه کړي
author avatar
27 Dec 2022 - 13:44

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو ستره ماته دا پيغام لري چې د نړۍ هیڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس پر ایمان، ننګ او پخه اراده شک ونه لري.

ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، له نن څخه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې په شپږمه د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر حریم تجاوزاو یرغل وکړ او خپل زرګونه اشغالګر پوځونه يې د افغانستان  خاورې ته رادننه کړل.

سرچينې لیکلي: «د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ؛ میلیونونه افغانان يې له هېواده هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد پر وړاندې يې زموږ غیور او مسلمان ملت په مېړانې سره جهاد وکړ چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم ولس يې له شر او اشغال څخه خلاص شو.»

ده لیکلی، د تاریخ دغه ستره پېښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس پر ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.

دی زیاتوي: «همدا ډول ثابتوي چې افغان ولس که هر څومره مظلوم او بېچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د خپل هېواد د استقلال او ازادۍ په ګټلو او ساتلو کې روڼ تاریخ لري چې په نږدې يوه پېړۍ کې د انګریزانو، شورویانو او امریکایانو اشغال او بیا د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.»

مجاهد لیکلي: «اسلامي امارت په داسې حال کې چې د افغانستان پر حریم د پخواني شوروي اتحاد یرغل یو ځل بیا غندي، پر ولس غږ کوي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال ساتنې لپاره تل چمتو و اوسي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد ارزښتونو او ملت پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

ده ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې شپه او ورځ  به د خپل هېواد، دیني ارزښتونو او مسلمان ملت د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي.

Views: 227

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.