کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO له لوري د کندهار ښار د عنیو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د څه له پاسه ۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې ۳۰ بستریز وارډ جوړېږي چې د روغتیا نړۍوال سازمان ورسره د ۱۰ زره ۳۳۰ ډالرو په ارزښت د درملو او اړتیا وړ طبي وسایلو مرسته وکړه.
ده زیاته کړه، دغه درمل او وسایل به د خوارځواکو ماشومانو په درملنه کې ګټور تمام شي.
هغه د دې تر څنګ یادونه وکړه چې له دغه روغتون سره د یوه سوداګر له خوا هم د څلور ډوله طبي او غیر طبي توکو مرسته شوې چې د ناروغانو اړتیاوې به پوره کړي.
د کندهار ښار د عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې داسې مهال د خوارځواکو ماشومانو لپاره ځانګړي وارډ جوړېږي او د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري ورسره د درملو او طبي وسایلو مرسته کېږي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات شوی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار میرویس روغتون ته هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۰ تر ۱۵ په خوارځواکۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره وروړل کېږي.
په کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ لاملونه د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت، بې روزګاري او پوره روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی بلل کېږي.