ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغان کې یوه ښوونیز مرکز لسګونه بې‌وزله هلکانو او نجونو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې

شبرغان کې یوه ښوونیز مرکز لسګونه بې‌وزله هلکانو او نجونو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې

author avatar
28 Dec 2022 - 16:30
شبرغان کې یوه ښوونیز مرکز لسګونه بې‌وزله هلکانو او نجونو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې
author avatar
28 Dec 2022 - 16:30

شبرغان (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): په شبرغان ښار کې يوه خصوصي ښوونیز مرکز لسګونو بې‌وزله هلکانو او نجونو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې؛ کارپوهان د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي، نور هغه کسان چې اقتصادي وړتیا لري بايد ورته اقدام وکړي.

د جوزجان په مرکز شبرغان کې د «اموزشګاه ستاره‌ګان» مسوول استاد فولاد بیک قویاش له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د يو شمېر زده‌کوونکو کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د فیس ورکولو توان نه لري او زده‌کوونکي نشي کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړي، نو مجبور دي چې کورسونه پرېږدي.

هغه زیاتوي: «له همدې امله، موږ وغوښتل د هغو نجونو او هلکانو لپاره چې د میاشتني فیس ورکولو توان یې نه درلودل، د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړو.»

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په دغه مرکز کې پر ۱۰۰ نجونو سربېره، ۵۰ هلکانو ته یې هم د انګلیسي ژبې، ریاضي او فزیک وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

قویاش وویل چې دغه پروګرام له دوو میاشتو راهیسې دوام لري.

نوموړی وايي: «موږ دغو زده‌کوونکو ته په مختلفو درسي ټایمونو کې تدریس کوو؛ که د بې‌وزلو کورنیو د زده‌کوونکو شمېر ډېر شي، موږ ښوونکي او نور مناسب ځایونه لرو چې دوی ته وړیا تدریس وکړو.»

نوموړي څرګنده کړه، دوی دغه ښوونیز پروګرام هغو ځوانو هلکانو او نجونو ته د لاس‌رسي په موخه چې له بې‌وزلو کورنیو څخه دي، پلي کوي او په راتلونکي کې به ورته پراختیا ورکړي.

زده‌کوونکي: د یاد مرکز له رهبرۍ منندوی یو.

د یاد مرکز یوې زده‌کوونکې روینا وویل، د اقتصادي ستونزو له امله یې نشو کولای چې کورس ته لاړه شي خو دغه مرکز ورته د وړیا زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

نوموړې زیاتوي: «ډېره خوشحاله یم او د کورس له رییس نه منندوی یم چې موږ ته یې د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.»

په ورته وخت کې، د ورمیلا په نوم یوه بله نجلۍ چې په دغه  کورس کې وړیا انګلیسی ژبه زده کوي، وايي: «د اقتصادي ستونزو له امله په کورسونو کې له زده‌کړو بې برخې وم، اوس چې د درس ویلو زمینه راته برابره شوې خوشحاله یم.»

هغې وويل چې پلار يې د کورنۍ يوازينى سرپرست دى او د دې توان نه لري چې اولادونه يې په خصوصي کورسونو کې زده‌کړې وکړي.

د یاد کورس بل زده‌کوونکی ظریف وايي: «زموږ د کورس له رهبرۍ ډېره مننه، یو ښه اقدام دی، ما چې د فېس ورکولو توان نه درلود، خو اوس په وړیا ډول زده‌کړې کوم او خوشحاله یم.»

هغه وويل، شپه او ورځ درس وايي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې لوړې زده‌کړې وکړي او د ټولنې لپاره اغېزناک شخص جوړ شي.

کارپوهانو هم د یاد کورس د دغه اقدام ستاينه وکړه.

د جوزجان ولایت د دولتي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد محمدعارف انوري د دغه ښوونیز کورس د جوړېدو ستاینه وکړه او ویې ویل، د هېواد راتلونکی د همدغو ځوانانو په لاس کې دی، په افغانستان کې چې څومره پوه ځوانان موجود وي، په همغه اندازه هوسا او روښانه راتلونکی به ولري.

هغه زیاته کړه: «موږ د پوهنتون په کچه د هلکانو او انجونو لپاره په بېلابېلو لنډ مهاله دورو کې د انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او کمپیوټر زده‌کړې د مختلفو کورسونو جوړولو تجربه درلوده چې ډېر ګټور وو او ټول نارینه او ښځینه محصلین له دې کاره خوښ وو.»

نوموړی وايي چې نور ښوونيز مرکزونه هم بايد ورته نوښتونه وکړي او زیاته پاملرنه یې نجونو ته وي.

په ورته مهال، د جوزجان ولایت یو دیني عالم مولوي ثمرالدین وايي، د علم او ​​پوهې زده‌کړه پر هر نارینه او ښځینه فرض ده، ښځې او نجونې هم حق لري چې علم زده‌ کړي او یو هېواد باید په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې په یاد کورس کې د وړيا زده‌کړې زمینه برابره شوې، وویل، هر څوک چې د وړيا زده‌کړو زمینه برابروي، ډېر ثواب ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «هر څوک باید هڅه وکړي چې د خپلې پوهې له لارې خپلو خلکو او ملت ته خدمت وکړي او د خپل هېواد د راتلونکي جوړونکی جوړ شي، دا ملت د ستایلو وړ دی او موږ یې باید ستاینه او ورسره همکاري وکړو.»

د پوهنې ریاست هم د «آموزشگاه ستاره‌گان» له دغه اقدامه ملاتړ کوي.

په ورته مهال، د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمد طاهر جواد وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو ترڅنګ د ښوونیزو کورسونو شتون د ځوانانو د استعدادونو پياوړتیا لپاره یوه اغېزناکه لار ده.

هغه زیاته کړه: «موږ د دغو کورسونو له فعالیته ملاتړ کوو چې د هېواد د پوهنې وزارت له لوري د مطرح شوو قوانینو په پام کې نیولو سره عمل کوي.»

جواد وويل چې دا مهال د جوزجان ولايت په شبرغان ښار او ولسواليو کې ډېر شمېر ښوونيز کورسونه شته چې هر کال سلګونه هلکان او نجونې پکې زده‌کړې کوي.

Visits: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.