منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

پکتيکا کې د نېزه ‌وهنې سیالۍ وشوې

د پکتيکا په يحيی‌خېل ولسوالۍ کې د نېزه‌وهنې لوبې- چې د پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو د نېزه‌وهنې د لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې- د يحيی‌خېل ولسوالۍ د نېزه‌وهنې لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.

غړي

زابل کې د «شلمزو» ګمرک جوړېږي

د چارو اداره وايي، د زابل ولایت د شلمزو ګمرک د جوړېدو لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اراضي له تثبیت وروسته دې د ګمرک ډیزاین او طرح جوړه کړي.

غړي

له کابل ښاره څه باندې ۱۴۰۰۰ سوالګر ټول شوي

د سوالګرو ټولولو کمېټې په تېرو درېیو میاشتو کې له کابل ښاره ۱۴۳۹۳ سوالګر راټول کړي چې ۵۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان، ۵۶۱۸ یې مستحق او ۸۷۱۹ نور یې حرفه‌یي سوالګر دي.

غړي

شینواری: د بهرنيو هېوادونو له خوا د پخوانیو کومانډویانو د ګومارلو خبر له اوازو پرته بل څه نه دي

د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواری، هغه څرګندونې ردوي چې ګواکي جګړو کې ځینې ښکېل هېوادونه هڅه کوي، د افغانستان پخواني کومانډویان د جګړې لپاره جذب کړي.

غړي

د بدخشان د یو شمېر سیمو اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.

نور راپورونه