ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سومالیا کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور ټپیان دي

سومالیا کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور ټپیان دي

author avatar
30 Oct 2022 - 11:25
سومالیا کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور ټپیان دي
author avatar
30 Oct 2022 - 11:25

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې ‎د دغه هېواد د پوهنې وزارت ته څېرمه دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

سکاین نیوز دغه خبر نن د یاد هېواد د ولسمشر حسن شیخ محمد له قوله خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي، چاودنې په یوه داسې سیمه کې شوې چې څو مهم دولتي دفترونه په کې دي او په دې ورځ د یاد هېواد ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو په سومالیا کې د «تاوتریخوالي افراطیت» په اړه غونډه درلوده.

سرچینې زیاته کړې، لومړۍ چاودنه په موګادېشو کې د پوهنې وزارت ته څېرمه شوې او دویمه هغه مهال وشوه چې امبولانسونه د لومړۍ پېښې ځای ته ورغلل او خلک د قربانیانو مرستې ته راټول وو.

د یاد خبر له مخې، تر اوسه چا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو ګومان کېږي چې یادې پېښې د موټربم چاودنو وي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.