ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ای ار‌ سي له اسلامي امارت غوښتي چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دندې ته د بېرته تلو اجازه ورکړي

ای ار‌ سي له اسلامي امارت غوښتي چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دندې ته د بېرته تلو اجازه ورکړي

author avatar
6 Jan 2023 - 15:02
ای ار‌ سي له اسلامي امارت غوښتي چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دندې ته د بېرته تلو اجازه ورکړي
author avatar
6 Jan 2023 - 15:02

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د ژغورنې نړۍواله کمېټه د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو ګډون یوه عملیاتي اړتیا بولي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دندې ته د بېرته تلو اجازه ورکړي.

د افغانستان اقتصاد وزارت په روانې مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې په غیردولتي داخلي او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو دندې تر دویم امر پورې وځنډېږي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (اې‌ار‌سي) لیکلي، په نادولتي موسسو کې د ښځو دندې په داسې حال کې ځنډېږي چې له جګړې او اقتصادي کړکېچه زیانمن افغانان، د هوا سړېدو له امله هم له ستونزو سره مخ دي.

یاده کمېټه زیاتوي: «له ښځینه کارکوونکو پرته په هره کچه او ټولو برخو کې نه شو کولی چې د اړتیا وړ اصولي پروګرامونه او مرستې هغو کسانو ته وړاندې کړو چې له دغه بحران څخه ترټولو ډېر زیانمن شوي دي.»

سرچینه زیاتوي، ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې ښځینه یې سرپرستي کوي، د خوړو خوندیتوب نه لري او اړو خلکو ته د هېواد په لرو سیمو کې د مرستو رسولو بهیر د هغوی کارکوونکو پورې تړاو لري.

یاده کمېټه په داسې حال کې چې وايي، تېر کال یې له شپږ میلیون افغانانو سره مرسته کړې لیکي: «دا چې ټولو اړو افغانانو ته لاسرسي لپاره زموږ توانايي، د دغې کمېټې په ټولو برخو کې ښځینه کارکوونکو پورې تړلې دي، اې‌ار‌سي په افغانستان کې خپل پروګرامونه بند کړي دي.»

سرچینې یادونه کړې چې د دغې ادارې ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي خوندي کاري چاپېریال لري او ډېری کارکوونکي یې ځايي خلک دي چې په خپلو ټولنو کې په بشپړ درناوي او د حجاب مراعاتولو په ګډون له ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو سره سم کار کوي.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.