ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني پوهان: د روژې معنوي لاسته‌راوړنې باید وروسته هم وساتل شي

دیني پوهان: د روژې معنوي لاسته‌راوړنې باید وروسته هم وساتل شي

author avatar
21 Apr 2023 - 09:52
دیني پوهان: د روژې معنوي لاسته‌راوړنې باید وروسته هم وساتل شي
author avatar
21 Apr 2023 - 09:52

کابل (پژواک، ۱ غویی  ۱۴۰۲): د دین او طب برخو پوهان وايي، د روژې میاشتې د لاسته راوړنو ساتلو لپاره چې د تقوا غوره کولو او روغتیا ښه کېدو لامل کېږي، باید لوړ همت ولرو څو هغه نېک عبادات او عملونه چې په دې میاشت کې کېږي، له هغه وروسته هم دوام ورکړل شي او د اختر په ورځو کې له زیات خواک کولو ډډه وشي.

د روژې مبارکه میاشت د نفس د تزکیې لپاره د یو غوره فرصت په توګه د مسلمان د تقوا او پرهېزګارۍ لپاره ښې زمینې برابروي او روژه لرونکی انسان له ډوډۍ نه خوړلو او ناوړه خبرو نه کولو سربېره، په خپل ژوند کې د تقوا او ارادې پیاوړي کولو لپاره منظم پروګرام جوړوي.

دیني عالم شمس‌الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د روژې میاشتې د لاسته راوړنو ساتلو لپاره باید لوړ همت ولرو، موږ باید قوي او پیاوړې اراده ولرو، کوم ښه کارونه مو چې په روژه کې وکړل، له هغه وروسته یې هم ترسره کړو، څو چې قوي اراده ونه لرو هېڅ کار نه شو کولای.»

د هغه په وینا، له روژې څخه موخه تقوا ده چې الله ج دې د انسانانو په بدن کې تقوا او پرهېزګاري رامنځته کړي، د روژې موخه مساوات، همدردي، رحم، بالاخره له بېوزلو سره مرسته او د الله ج رضا ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: «الله ج په قرانکریم کې فرمایلي: پر تاسو روژه فرض شوې لکه څرنګه چې له تاسو پر مخکې امتونو فرض شوې وه، بل‌خوا روژه نیول روغتیایې اړخ لري چې د روژې په نیولو سره زموږ روغتیا ښه کېږي.»

سرچینې څرګنده کړه: «د روژې په نیولو سره الله ج انسانانو ته پیغام ورکوي چې تاسو له خوراک او څښاکه چې یو حلال او اړین شی دی او انسان بې له خورا او څښاک ژوند نه پاتې کېږي خو بیا هم کله چې ته د روژې په یوه میاشت کې د ورځې له ۱۳ تر ۱۴ ساعته کولا شې نه څه وخورې او نه څه وڅښې، دا په دې مانا ده چې ته توان لرې چې د الله ج له لوري نور حرام کړي شیان هم ترسره نه کړې.»

نوموړی وايي، کله چې مسلمان کولای شي، هغه شی چې حلال دي پرېږدي، نو کولای شي هغه شیان هم پرېږدي چې الله ج حرام کړي دي.

هغه وویل، د روژې مبارکه میاشت د درس او تمرین میاشت ده چې ژوره‌لرونکي صادق و اوسي، دروغ ونه وايي، تور ونه لګوي او لسګونه نور بد اعمال د اسلام په سپېڅلي دین کې ناروا دي، ترسره نه کړي.

هغه زیاته کړه: «په دې میاشت کې شیطانان تړلي وي، طبعاٌ چې انسانان ګناه نه کوي، خو باغیرته انسان هغه دی چې وروسته له روژې هم ګناه ونه کړي.»

نوموړی دغه راز سپارښتنه کوي: «موږ باید رباني و اوسو، رمضانی و اوسو ځینې خلک دي چې په روژه کې دروغ نه وايي، غیبت نه کوي، خو وروسته له روژې دا کارونه کوي، وروسته له روژې هم د خدای تعالی رضایت مطلوب دی، خدای تعالی وروسته له روژې هم موږ ویني په روژه کې د خدای له ډاره بد کارونه نه کوو او وروسته له هغه هم باید خپل ښه کارونو ته دوام ورکړو.»

ډاکټران: له روژې وروسته هم باید د خوړو رژیم مناسب وي او د اختر په ورځو کې له حده ډېر خوراک ونه شي

د کابل د وزير محمداکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سيد فريدشاه رفيعي پژواک خبري اژانس ته وويل: «د روژې یوه ګټه دا ده چې د بدن متابولیزم داسې تنظمیږي چې د بدن غوړ او اضافه مواد له بدنه پاکېږي او توکسیک [زهري] توکي د بدن له حجرو تصفیه کېږي.»

د نوموړي په وینا، د روژې میاشتې ښه عادتونه لکه، ژر ویده کېدل، وختي پاڅېدل، د شپې په لومړیو ساعتونو کې د ماښام ډوډۍ خوړل، له ډېر خوراکه ډډه کول، صحي خوراک او… دي چې دا وروسته له روژې هم ژوند د طرزالعمل یوه برخه هم کېدای شي او د انسان د بدن روغتیا ته ګټوره ده.

هغه زیاته کړه: «سپارښته کېږي چې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته هم دغه سمو عادتونو ته پایبند و اوسئ او د امکان په صورت کې په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې روژه ونیسئ.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه: «وروسته له یوې میاشتې روژې بدن اړتیا لري چې بیا تقویه شي او یو څه ضروري انرژي ترلاسه کړي او بېرته عادي ژوند او خوراکي رژیم ته وګرځي، خو دا بېرته ستنېدل باید په تدریج او احتیاط ترسره شي څو پر معده د اضافي بار او ډېر فشار لامل نه شي.»

نوموړي زیاته کړه، انسانان د یوې میاشتې په موده کې د روژې میاشتې له ټاکلو خوړو او رژیم سره عادت کوي او که په ناڅاپي او یو ځل ډېر خواړه وخوري، د مسمومیت لامل ګرځي.

سرچینه وایي، سربېره پر دې له روژې وروسته په یو ځل ډېر خوراک د دې لامل کېږي کوم اضافي مواد چې نه مصرفېږي، د شحم (غوړ) په شکل د بدن په بېلابېلو ځایونو کې ذخیره شي او دا ذخیرې د وزن ډېرېدو او د روغتیایي ستونزو لکه د وینې لوړ فشار، شکر، د زړه ناروغۍ او داسې نورو لامل ګرځي.

هغه څرګنده کړه: «له روژې وروسته په خوراکي رژیم کې مهم ټکی دا دی چې خواړه باید په کمه اندازه او څو څو ځلې وخورو، اصلي خواړه سهار او ماښام وخوړل شي او د غرمې خواړه چې معده ورسره نابلده ده، د څه وخت لپاره سپک او ژر هضم کېدونکي خواړه وخوړل شي.»

نوموړی وایي، په سختۍ هضمېدونکي، سره شوو، ترخو او ډېر غوړ لرونکو خوړو له خوړلو چې ډېره اندازه کالوري لري، ډډه وشي څو روغتیایي ستونزې رامنځته نه کړي؛ ځکه معده په روژه کې ډېره کمزورې کېږي.

هغه سپارښتنه وکړه، هڅه دې وشي وروسته له روژې له سپکو او ژر هضمېدونکو خوړو، له کم غوړ لرونکو لبنیاتو، فایبر لرونکي خوړو لکه مېوې او سبزیو ډېره ګټه واخیستل شي.

سرچینې زیاته کړه، له ګازلرونکو نوشابو او مایعاتو او هم له مصنوعي قندلرونکو جوسونو په هر وخت، په ځانګړې توګه له روژې وروسته په لومړیو ورځو کې دې ډډه وشي.

په ورته وخت کې، د کابل په انتاني روغتون کې د داخلې متخصص فریدالله عمري وایي: «د روژې په مبارکه میاشت کې په لږو خوړو عادت کوو، دا کار ډېره زیاته کټه لري او له روژې وروسته هم باید ډېر زیات کوښښ وکړو چې په یو ناڅاپي خپل د خوړو رژیم بدل نه کړو او ډېر خوراک ونه کړو؛ ځکه د جدي ستونزو په ځانګړې توګه د مسمومیت لامل ګرځي.»

د هغه په وینا، هېوادوال باید کوښښ وکړي چې د روژې له مبارکې میاشت وروسته له مایعاتو په کافي اندازه ګټه واخلي؛ ځکه د ګرمۍ ورځې هم په لاره دي.

ډاکټر عمري داسې سپارښتنه وکړه: «د روژې له مبارکې میاشې وروسته په ځانګړي توګه د اختر په ورځو کې مو کوښښ دا وي چې له ډیر خوراک څخه ډډه وکړو او له روژې وروسته دا د ژوند د ورځني مهال ویش په ډول ځان ته وټاکو چې لږ وخورو او مناسب رژیم وټاکو.»

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.