ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل اوسېدونکي د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي

د کابل اوسېدونکي د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي

author avatar
21 Apr 2023 - 10:59
د کابل اوسېدونکي د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي
author avatar
21 Apr 2023 - 10:59

کابل (پژواک، ۱ غویی ۱۴۰۲): د کابل يو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي چې د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېر يوه کال کې يې زر ټانکره بې‌کيفيته تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته ور ګرځولي دي.

د اړوندې موضوع په تړاو د کابل ښار يوه ټکسي چلوونکي محمدعالم پژواک اژانس ته وویل، اوس هم د دغه ښار په ځینو سیمو کې بې‌کیفیته تېل پلورل کېږي.

هغه وویل، که څه هم د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د تېلو کیفیت چک کېږي، خو بیا هم د ځینو سیمو په پمپونو او د تېلو په دوکانونو کې بې‌کیفیته تېل پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې مخکې مې په يوه سیمه کې موټر کې تېل واچول، بې‌کیفیته وو او د موټر ماشین مې یو ډول غږ پیدا کړ او بیا یې سم رفتار نه کاوه.»

دغه‌راز د کابل ښار يو بل اوسېدونکی نواب هم د بې‌کیفیته تېلو له  شتوالي شکایت کوي.

هغه وایي، د بې‌کیفیته تېلو له امله نه یوازې د موټرو ماشینونو ته زیان رسېږي، بلکې په ښار کې هوا هم ککړوي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې یادې ستونزې ته دې پاملرنه وکړي.

همدارنګه په کابل کې يوه بل موټرچلوونکي روح‌الله پژواک ته وویل چې د بې‌کيفيته تېلو له ډاره په هرځاى کې خپل موټر ته تېل نه اچوي.

هغه دقيق معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل: «اوس هم د کابل په ډېرو ځايونو کې بې‌کيفيته تېل پلورل کېږي.»

همداراز یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د بې‎‌کیفیته تېلو د پلور مخه ونیسي.

بلخوا بیا، د یادې موضوع په اړه د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق‌الله وزیري پژواک ته وویل چې د نفتي توکو د کیفیت او معیاري کولو په برخه کې ۸۰ سلنه شفافیت رامنځته شوى دی.

هغه زیاته کړه، د هېواد په ټولو بندرونو کې چې کله نفتي توکي هېواد ته واردېږي نو کیفیت یې چک کېږي.

نوموړي وویل: «په دې برخه کې مونږ پراخ پروګرامونه په نظر کې نیولي دي، په ښار او بازار کې د تېلو له پمپونو څخه نظارت کوو او په لویو لارو کې مو د پلټنې ځایونه په دې خاطر جوړ کړي چې په لارو کې څوک د نفتي توکو ټانکرونو کې نور مواد ورګډ نه کړي.»

وزیري وایي، په یاده برخه کې هڅې روانې دي، که د بې‌کیفیته تېلو د پلور په برخه کې کومه ستونزه شته وي نو په نږدې راتلونکي کې به حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د وري په ۲۳مه، په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي وو چې تېر کال هېواد ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره بې‌کیفیته توکي بېرته ګرځول شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال په کابل کې ۱۰۰ د تېلو ذخیرې او پمپ سټیشنونو د بې‌کيفيته تېلو او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.

Visits: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.