کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د وړم کال په پرتله د ملاریا پېښې ۴۵ سلنه ډېرې شوې او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښت څو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو عرضه کولو مرستیال ډاکټر حبیبالله اخندزاده نن (د غويي ۱۰مه) د «پانګونې، ابتکار او ستراتیژۍ په پلي کولو سره د ملاریا د له منځه وړلو» تر شعار لاندې له ملاریا سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې هېواد کې د ملاریا ۱۲۵۷۸۸ پېښې ثبت شوې دي.
هغه له کومې مشخصې شمېرې وړاندې کولو پرته وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې پر ملاریا د اخته کسانو شمېر کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۴۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو له منځه ۹۰ سلنه د هېواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې ثبت شوې دي.
خو نوموړي وویل، په وروستیو څلورو کلونو کې د دې ناروغۍ له امله د مړینې پېښې نه دي ثبت شوي.
اخندزاده زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې هغو ولایتونو کې له ۲،۲ میلیون څخه ډېرې پشهخانې وېشل شوې چې پر یادې یادې ناروغۍ ډېر شمېر کسان اخته شوي دي.
نوموړي له ملاریا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه له تمویلوونکو، همکارو موسسو او عامو خلکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې همکاري وکړي څو د پراخېدو مخه یې ونیول شي.
په دغه حال کې، د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیوایچاو) استازي محمدعاطف له ملاریا سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د ملاریا نړۍوال وروستي راپور له مخې -چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې خپور شوی- اټکل شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه له ۲۴ میلیون څخه ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته او له ۶۱۹ زره ډېر کسان له امله یې مړه شوي دي.
هغه وویل: «له بدهمرغه د افغانستان په ګډون د مدېترانې ختیځې حوزې شپږو هېوادونو کې، تر اوسه هم د ملاریا پېښو شمېر ډېر دی.»
د نوموړي په خبره، په وروستیو کلونو کې د کووېډ- ۱۹ خپرېدل، د اقلیم تغییرات او طبیعي افات په ۲۰۲۲ کال کې د وړم کال په پرتله د ملاریا ناروغۍ د ډېرېدو لاملونه دي.
د هغه په وینا، یاد سازمان د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنټرول او محوه کولو لپاره په مشترک ډول افغانستان کې کار کړی او همکاري کوي.
نوموړي زیاته کړه: «نړۍوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د ملاریا د کنټرول پروګرام له پیل راهیسې یو کاري شریک دی او په افغانستان کې د ملاریا د کنټرول او له منځه تلو کې فني او عملیاتي ملاتړ ته ژمن دی.»
هغه له نورو بنسټونو او همکارو سازمانونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د ملاریا د له منځه تلو په موخه دې خپلې ژمنې او اقدامات تجدیدې کړي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ او پراختیا پروګرام (یواینډيپي) استازې ثریا وایي چې دغه پروګرام د ملاریا د کنټرول او د معلوماتو شریکولو په موخه دی.
هغې زیاته کړه، دغه سازمان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په افغانستان کې د ملاریا د له منځه وړلو لپاره عمده لاستهراوړنې لرلي او هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د همکارو سازمانونو په مرسته په افغانستان کې ملاریا له منځه یوسي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن