کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس کې د شنبي ورځې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی او د ټپیانو تر زرو اوښتی دی.
د شنبې ورځې په سهار (د غویي ۶ مه) د ایران د بندرعباس د شهید رجايي په نوم بندر کې زوروره چاودنه وشوه.
د هرمزګان ولایت د بېړنیو حالاتو د سمبالښت چارو مشر ویلي: «د پېښې لامل د هغو کانټینرونو چاودنه وه چې مهرلاک شوي نه وو.»
رویټرز خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو له قوله لیکلي چې د دې پېښې د وژل شوو کسانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی او څه باندې ۱۲۰۰ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، د شهید رجایي بندر شاوخوا دوه زره او ۴۰۰ هکټاره مساحت او هر کال د ۷۰ میلیون ټنه بار د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري چې درې میلیونه کانټینري محمولې پهکې شاملې دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي چې په شهید رجایي بندر کې د اور مړ کولو عملیات پای ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP