ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‎ د مطبوعاتو ازادۍ نړۍواله ورځ؛ د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې او غوښتنې

‎ د مطبوعاتو ازادۍ نړۍواله ورځ؛ د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې او غوښتنې

author avatar
3 May 2023 - 09:44
‎ د مطبوعاتو ازادۍ نړۍواله ورځ؛ د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې او غوښتنې
author avatar
3 May 2023 - 09:44

کابل (پژواک، ۱۳ غویي ۱۴۰۲): د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه له نړۍوالو سازمانونو څخه د افغانستان له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او له اسلامي امارته د رسنیو قانون له مخې د رسنیو په کارونو کې د نورو ادارو د لاسوهنې مخنیوي طرحې د پلې کېدو غوښتنه کوي.

نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده او دغه ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوې ده.

د آزادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ورځ په حقیقت کې د رسنیو د ازادو فعالیتونو د درناوي څرګندونه کوي او په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د تېرو دوو لسیزو له مهمو لاسته‌راوړنو څخه ده.

‎سرچینې لیکلي: «خو له نږدې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیت یوه جدي ننګونه بلل شوې ده. په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله تر نیمايي زیاتو ازادو رسنیو کار بند کړ. پر دې سربېره، د رسنیو له بندېدو وروسته تر ۶۵ سلنې ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې‌کاره شوي دي. اقتصادي ستونزي د دې سبب شوې چې دغه سکتور سخت زیانمن شي.»

‎نی زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې د ازادو رسنیو فعالیت، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو ځاني او رواني خوندیتوب د اندېښنې وړ مسایل دي او په اوږدمهال کې د دغه وضعیت دوام د افغانستان ازادې رسنۍ نورې هم زیانمنولای شي.

‎نی یو ځل بیا له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو ملاتړ او په دې تړاو د تېرو دوو لسیزو پر خپلو ژمنو عمل وکړي؛ ځکه چې د نړۍوال ملاتړ دوام کولای شي اساسي ارزښتونه لکه د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د افغانستان د رسنیو ازاد فعالیت تضمین کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د دغې ورځې په مناسبت خپل د رسنیو وضعیت په اړه د تېر یوه کال راپور خپور کړی او پکې راغلي چې د تېر ۲۰۲۲ کال له مې میاشتې د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې لږ تر لږه د خبریالانو ۲۱۳ د تاوتریخوالي، ګواښ او نیولو پېښې ثبت شوې او له هغه څخه یو کال مخکې په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښیې.

دغه مرکز لیکلي چې وړم کال د دغو پېښو شمېر ۱۳۰ ته رسېده.

دوی همداراز لیکلي چې د مخکني حکومت له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې له ۶۰۰ فعالو رسنیو څخه نیمایي د اقتصادي او د اسلامي امارت له خوا د وضع شوو محدودیتونو له امله خپل کارونه درولي، خو له دغې مودې را وروسته یو شمېر رسنیو خپل کار هم بېرته پیل کړی دی او  د دغه مرکز معلومات ښيې چې وضعیت منفي لور ته روان دی.

د خبریالانو مرکز ویلي، په تېره یوه کال کې مثبته لاسته‌راوړنه دا ده چې د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې دي او په دې موده کې یوازې یو خبریال وژل شوی، په داسې حال کې چې له هغه یو کال مخکې څلور خبریالان وژل شوي وو.

د خبریالانو مرکز لیکلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د رسنیو په کارونو کې د نورو ادارو د مداخلې مخنیوي له طرحې او د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمېسیون له فعالیته هرکلی کوي او ترې غواړي چې دغه طرحه د ټولیزو رسنیو قانون له مخې عملي کړي.

د امریکا غږ راپور له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوتېرش تېره ورځ د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې د خبریالانو او رسنیو په پلوۍ خبرې کړې دي.

هغه ویلي: «زموږ ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې دي‌ او دا ازادي د ډیموکراسۍ او عدالت اساس بلل کېږي چې د بشري حقونو د ساتنې لپاره لازمي دي.»

هغه ویلي، په نړۍ کې مطبوعات تر برید لاندې دي او «په خبریالانو بریدونه کېږي، په منظم ډول ګواښل کېږي، نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي او یا هم وژل کېږي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار پخواني رئیس عبدالحق حماد پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوه هېواد کې د مطبوعاتو ګټوره ازادي د یوې ټولنې د پرمختګ په برخه کې حیاتي ارزښت دی.

هغه وویل: «مفیده ازادي هغه ازادي ده چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو سره د بیان له ازادۍ څخه استفاده وکړي، یوه مضره د بیان ازادي ده چې یو څوک د هېواد ملي ګټې په پام کې نه نیسي او د بیان ازادي د تخریب په موخه کاروي، یا دا چې دلته د پردیو د فرهنګونو په ترویج کې کار کوي او یا بهرنیو جاسوسي شبکو ته کار کوي او دې د بیان ازادي نوم ورکوي، خو که چېرې مفیده د بیان ازادي وي د یوه هېواد د پرمختګ په برخه کې  مثبت رول لري.»

حماد وایي، که چېرې د بیان ازادي نه وي، مسوولین د خلکو له ستونزو نه خبرېږي او د استبداد لور ته ځي او په ولس کې هم د نظام پر وړاندې بې باوري رامنځته کېږي.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.