ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: د پکتیا پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابروو

ندیم: د پکتیا پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابروو

author avatar
21 May 2023 - 18:18
ندیم: د پکتیا پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابروو
author avatar
21 May 2023 - 18:18

ګردېز (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم نن پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د پکتیا پوهنتون محصلینو ته به د عملي زده‌کړو زمینه برابروي.

نوموړي د یاد پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په لیدنه کې وویل: «په پوهنتون کې د نظري زده‌کړو ترڅنګ هغه اسباب او وسايل چې له فراغت وروسته يو محصل ورسره سروکار لري، هغه عملا وسايل او توکي دي چې بغير له دې وسايلو يو فارغ شوی محصل خپل علم پرمخ نه شي بيولی.»

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې د یاد پوهنتون ټولو ستونزو ته به په تدریجي ډول رسېدنه وشي او حل‌لارې به ورته پیدا کوي.

بلخوا، د پکتيا پوهنتون ریيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست څخه په پوهنتون کې د ځینو ودانیو د رغولو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.