ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کندوز کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
15 Jul 2023 - 18:58
کندوز کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
15 Jul 2023 - 18:58

کندوز (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني – چې د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو- د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځ‌ګړیتوب ختمه شوه.

د کندوز د سرحدونو، قومونو او قبایلو رییس مولوي احسان‌الله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دښمني د کندوز په علي‌اباد ولسولۍ کې د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه: «دغه دښمني ۱۵ کاله مخکې رامنځته شوې وه، د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو، الحمدالله اوس د مشرانو او علماوو په منځ‌ګړیتوب حل شوه.»

نوموړی زیاتوي، دوی په پام کې لري چې د قومونو او قبایلو وزارت په هدایت سره د دې ډول قضیو هواري لپاره یوه شورا جوړه کړي.

بلخوا، یو شمېر قومي مشران او مخور چې د دواړو خواوو ترمنځ یې منځ‌‎ګړیتوب کړی وايي، دا لړۍ به پراخه کړي.

هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو په حلولو او دښمنیو پای ته رسولو کې ورسره همکاري وکړي.

قومي مشر اغامیر ناصري وویل: «که نظام راسره همکاري وکړي دې کار ته پراختیا ورکوو، په نورو ولایتونو کې هم ورته قضیې حلوو، له کوم امتیاز پرته مو دا کار کړی دی، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د خلکو اختلافاتو د هواري لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.»

دغه راز، په دې شخړه کې د وژل شوو کسانو وارثان وایي، په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د کورنیو د غړو له لاسه ورکولو سربیره له ستونزو ډک ژوند درلود.

هغوی هم له هغو کسانو چې خپل‌منځي شخړې او اختلافات لري غواړي، سوله سره وکړي.

په دې شخړه کې یو ښکېل کس سیدمحمد وایي: «دا بدبختي هیڅ ګټه نه لري، موږ اوس په ژوند پوه شوو، ۱۵ کاله دغه موضوع دوام وکړ، الحمدالله موږ به اوس په امن کې ژوند وکړو.»

دغه راز، په یاده شخړه کې یو بل ښکېل‎ کس نجم‌الدین هم د دغې دښمنۍ له پای ته رسېدو خوښي څرګندوي او له هغو کسانو چې ترمنځ یې دښمنۍ شتون لري د سولې او ورورولۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست د معلوماتو له مخې، د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو سره تر اوسه د قومي جرګو له لارې لسګونو حقوقي، جنایي او د دښمنیو قضیو ته رسېدنه شوې ده.

Visits: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.