ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان اقلیمي بدلونونو او ګل‌خانه‌یي ګازونو کې یوازې ۰،۸ سلنه ونډه لري

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان اقلیمي بدلونونو او ګل‌خانه‌یي ګازونو کې یوازې ۰،۸ سلنه ونډه لري

author avatar
6 Aug 2023 - 20:10
د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان اقلیمي بدلونونو او ګل‌خانه‌یي ګازونو کې یوازې ۰،۸ سلنه ونډه لري
author avatar
6 Aug 2023 - 20:10

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان کمې ونډې ته په اشارې سره وايي چې د وسلو او کیمیاوي توکو کارول د اقلیمي بدلونونو او د ځنګلونو له منځه تلو لامل شوي او عاملین یې باید غرامت ورکړي.

د یادې ادارې مشر حافظ عزیزالرحمن د زمري په ۱۵مه، ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، تېر یو کال کې د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو، لوړپوړو ودانیو، حمامونو، فابریکو، تېلو تانکونو، رېګرېشنونو د خښتو بټیو او روغتیایي مرکزونو، د تسخین سیستم، سون توکو، شنې ساحې او کثافاتو مدیریت له سیستم څخه، د اصلاح او معیاري کولو په موخه څارنه شوې او د هېواد په کچه د ۱۲۳۳ پروګرامونو له لارې شاوخوا ۲۳۵۴۰۰ کسانو ته چاپېریال ساتنې په برخه کې زده‌کړې ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د عامه او خصوصي سکټور د ۱۳۱۸ پراختیايي، زېربنایي، صنعتي او تولیدي پروژو او فعالیتونو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوې چې ۱۲۹۹ پروژې او فعالیتونه تایید او ۹۱ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي.

حافظ عزیزالرحمن وویل، دغه راز د اقلیم بدلون او ژوند بڼو برخه کې د سرچینو اختصاص د شفافیت سیستم پروګرام او د لږ پرمختللیو هېوادونو صندوق له لارې د افغانستان د ۳۰ میلیون ډالرو سهمیې د مالي تعهد ترلاسه کول او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې د ۳۲ ځنډېدلو پروژو د چارو پیلولو تعقیب، چې له دې جملې د دوه پروژو چارې پیل شوي او د اقلیم بدلون برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.

د یادې ادارې مسولین وایي، چې تېر کال د له منځه تللو خطر سره مخ وحشي ژوو او نباتاتو د ساتنې په موخه، خصوصي شرکتونو ته د وحشي ژوو نړیوال تجارت لپاره،۳۲ جواز لیکونه ورکړل شوي، د ۱۴۹ ژوو او نباتاتو له ښکار او سوداګرۍ څخه مخنیوی شوی او د ۴۹۳ ډوله وحشي حیواناتو او مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

دغه راز تېر کال د دولتي ادارو او خصوصي سکټور په همکارۍ د هېواد په کچه، کابو ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېنول شوي دي.

د یادې ادارې مشر وویل، چې د پروژو تطبیق او مالي سرچینو د جذبولو له لارې د اقلیمي بدلون مدیریت، هغه ته د پنځه کلن پلان ترتیب، د چاپېریال ککړوونکو سرچینو دوامداره څارنه او کنټرول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې ادارې له عمده پلانونو دي.

[/restrict]

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.