Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا د درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت پيل شوې چې په بشپړېدو به یې سلګونه زره خلک له برېښنا برخمن شي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي، ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، دا پروژې د برېښنا برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نوو کاري فرصتونو برابرېدو او زېربنا د پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو پروژو په مرسته به د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي او په دې برېښنا سره به کورونه روښانه او صنعت به وده وکړي.

هغه ویلي، اسلامي امارت په کور دننه له موجوده سرچینو د برېښنا د تولید برخه کې جدي هڅې کوي؛ په همدې موخه یې څه موده مخکې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په يادو مراسمو کې مسوولينو د برېښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا پر رسولو ټينګار وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په یادو پروژو کې د زابل د مرکز قلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او دغه راز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې د کندهار تر ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کيلوولټ برېښنا د مزي غځول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، پر یادو پروژو نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.