فراه (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۲ ميليون افغانيو په ارزښت د صحي اوبو یوه شبکه جوړه شوه.

د کلیو د پراختيا او بیارغونې رییس محمد نسیم سرهنګ وویل، دغه شبکه د فراه ښار د مهاجرينو په ښارګوټي کې د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوې چې ۶۰۰ متره مکعب اوبه ذخيره کوي.

ده زياته کړه، دغه شبکه د دوو ژورو څاګانو په لرلو سره د سولر په وسیله په يوه وخت کې ۱۰۹۷ کورنيو ته د څښاک اوبه برابروي.

د هغه په وینا، دا پروژه د یونیسف موسسې (د ماشومانو ملاتړ صندوق) په مالي مرسته د ډاکار موسسې په تخنیکي همکاری سره جوړه شوه.

د یاد ښارګوټي اوسېدونکي خوښ دي او وایي چې تر دې وړاندې یې د څښاک اوبه نه درلودې. دوی به اوبه له نورو سیمو څخه راوړې، خو اوس يې دغه ستونزه هواره شوه.

د ښارګوټي استازی عبدالوکیل وایي: "موږ ډېر خوشاله یو چې نن موږ ته دا شبکه فعاله شوه، د اوبو د نیستۍ له امله ډېر کلیوال کډه شوي وو، اما اوس بېرته خلک خپل ځای ته راغلي دي."

نوموړی زیاتوي، دا چې په سیمه کې يې مخکې اوبه نه وې، نو اوس ډېر خوښ دي، ځکه هر کور ته نل غځېدلی دی.