منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پنجشېر کې د یوه رینجر چپه کېدو پېښه کې اووه نظامي منسوبین ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۳ کتنې · تازه شوی

پاراخ (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د پنجشېر ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو د یوه رنجر موټر چپه کېدو اوله امله یې د ۷ کسانو ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازیګر ۶ بجې یو حکومتي رنجر د شُتل ولسوالۍ په کوتل کې چپه شوی او په کې اووه کسان ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپيان د دغه ولایت عنابې ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ ده.

ملک‌زاده د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک کم سور بولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې