ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزارت: د غذایي رژیم ملي لارښود بیا ارزول کېږي

عامې روغتیا وزارت: د غذایي رژیم ملي لارښود بیا ارزول کېږي

author avatar
5 Sep 2023 - 18:01
عامې روغتیا وزارت: د غذایي رژیم ملي لارښود بیا ارزول کېږي
author avatar
5 Sep 2023 - 18:01

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د طب ځيني پوهان، په داسې حال کې نامناسب غذایي رژیم د ډېرو ناروغیو لامل بولي او د متوازن غذایي رژیم درلودو لپاره د یوه لارښود پر جوړولو ټینګار کوي چې د غذایي رژیم ملي لارښود اته کاله مخکې د عامې روغتیا وزارت له خوا چمتو شوی و.

د یوه خبر له مخې، عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۴ کال کې د لېندۍ میاشتې په ۸مه «د افغانانو لپاره د غذایي رژیم ملي لارښود» جوړ کړی و.

د طب پوهان وایي، د عامې روغتیا وزارت باید د مناسب غذایي رژیم څرنګوالي د اهمیت په اړه خلکو ته عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دمګړۍ د پوهاوي پروګرامونه شته، خوا دا چې دغه لارښود لا ښه شي بیا ارزول کېږي.

پوهان: مناسب غذایي رژیم د روغتیا ضامن دی

د داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر مجتبی صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو مناسب غذایي رژیم هغه رژیم دی چې په هغه کې ټول ګټور او طبیعي خواړه په نظر کې نیول شوي وي.

هغه د روغتیا د برخې د پوهانو له قوله وویل چې یو قاب خواړه (د یوه وخت خواړه) باید د یوه رنګین کمان په څېر وي، یعنی له بېلابېلو خوړو او مختلفو رنګونو جوړ شوي وي.

نوموړی وایي، سالمه او ښه تغذیه له جسمي او رواني روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري، ښه ده چې یو داسې رژیم انتخاب شي چې په هغه کې طبیعي منابعې ډېرې، غوړي کم وي او مناسبه اندازه پروتین ولري.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، نامناسب غذایي رژیم د زړه د ناروغۍ، ډېر وزن، د ویني د غوړو، شکر، د وینې لوړ فشار، چاغښت او د خفګان لامل ګرځي زیاته کړه: «د سالم غذایي رژیم به اړه باید د تغذیې متخصص له خوا رهنمایي وشي او باید د مناسب غذایي رژیم لپاره پوهاوی ورکړل شي.»

هغه وویل: «ځیني خلک چې په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي لامل یې دا دی چې د خپلې انرژۍ په اخیستو کې محاسبه نه لري؛ ډېره کالوري اخلي، ډېره انرژي اخلي خو لږ مصرفوي.»

 هغه وایي چې سره شوي خواړه، چمتو شوي خواړه چې له څو ډوله غوړیو جوړه شوي وي مضر غذایي رژیم بلل کېږي ځکه په بدن کې د شحمیاتو د ذخیره کېدو او په نتیجه کې د زړه د رګونو بندېدو او د مغزي سکتې لامل کېږی.

نوموړي د غذایي رژیم د لارښود پر چمتو کېدو د ټينګار تر څنګ وویل: «مناسبه همدا ده چې د قاب ۷۵ سلنه برخه طبیعي منابع لکه: مرچ، د ګشنیز او نعناع شنې پاڼې او نورو وي.»

ډاکټر صوفي وایي چې د غذایي رژیم مهال‌وېش د هر چا د عمر، فزیکي فعالیت او جنسیت ته په کتو ټوپیر لري خو په ټوله کې د یوه مناسب غذایي رژیم او د بدن روغتیا په خاطر اړینه ده چې د ابوعلي سینا د پېژندل شوې مقولې په شان «سهار لکه پادشاه، غرمه لکه وزیر او بېګاه لکه فقیر خواړه وخورئ.»

هغه د مناسب غذایي رژیم د درلودلو ترڅنګ سپارښتنه کوي چې باید هر څوک فزیکي فعالیت او ورزش هم ولري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د تغذي ریاست په اضطراري حالت کې د تغذې مسوول ډاکټر وسیم‌الله شاکر وایي: «زموږ غذایي رژیم باید متوازن او متفاوت وي، له بېلابېلو خوړو ګټه واخیستل شي، باید په خوړو کې له افراط او تفریط ډډه وکړو.»

د هغه په خبره، نامناسب او نامتنوع غذایي رژیم د زړه د ناروغۍ، د ویني د غوړو، د ځګر غوړو او د ویني د لوړ فشار لامل کېږي.

هغه وایي چې د یوه مناسب غذایي رژیم درلودو په خاطر باید د بدن د ورځنۍ کالوري اړتیا تثبیته او د روزمره اړتیا وړ خوړو اندازه وټاکل شي، په خوړو کې له افراط او تفریط څخه ډډه وشي.

دغه یاد شوي ډاکټران د یوه مناسب غذایي رژیم د لارښود پر درلودلو ټینګار کوي او د پوهاوي کچې د لوړولو پروګرامونو ډېرېدل اړین بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې اوسمهال «د افغانانو لپاره غذایي رژیم ملي لارښود» شته او هره ورځ په کلینیکونو کې خلکو ته د یوه مناسب غذایي رژیم په اړه پوهاوی ورکول کېږي.

خو نوموړی وایي چې دغه لارښود د لا ښه کېدو په موخه بیا ارزول کېږي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.