میمنه (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په خیبر او اندخوی ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خیبر ولسوالۍ په شورتاک سیمه کې په کورنۍ شخړه کې د زرعلم په نوم یو کس د خپل ماما، مراد له لوري په ډزو وژل شوی او د فېروز په نوم یو بل کس ټپي شوی دی.
محمدي زیاته کړه چې قاتل له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو په هڅه کې دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي حلیم پژواک ته وویل، شخړه د میراث پر سر پیل شوه، زرعلم او فېروز له خپل ماما د خپلې مور حق غوښته، خو په ډزو یې ځواب ترلاسه کړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، پرون سهار ۲۶ کلن تیمورشاه چې د اندخوی ولسوالۍ د میریشکارخانه کلي اوسېدونکی دی ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه ځوان د ځانوژنې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا، ځايي سرچینو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې تېره شپه په اندخوی ولسوالۍ کې د محمدناصر په نوم یوه ۲۰ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده، خو د اندخوی امنیه قوماندان رحمتالله بیدار وايي چې دغه ځوان له درېیم پوړه راغورځېدلی او مړ شوی دی.
د محمدناصر یوه ګاونډي سیفالله وویل، له بام څخه د راښکته کېدو پر مهال د ناصر پښه په کوم شي کې بنده شوې چې پر سر راغورځېدلی او مړ شوی دی.
خو ځینو سیمهییزو سرچینو د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل چې دغه ځوان ځانوژنه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










