Language

یوه چینايي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۲۲ وږي ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، یوه چینایي شرکت افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او د وزارت تخنیکي ټیم ته یې دنده سپارلې چې د هغوی له ټیمونو سره په ګډه د پانګونې چارې ژر تر ژره پيل کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور نن د چین هېواد د چیندو شرکت او د هریرود ودانیز شرکت له استازو سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لېدنه کې د یادو شرکتونو استازو په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

سرچېنه زیاتوي، منصور د اوبو او انرژۍ وزارت تخنیکي ټیم ته دنده سپارلې چې د نوموړو شرکتونو له تخنیکي ټیم سره په ګډه د لمریزې برېښنا د تولید د پانګونې چارې ژر تر ژره پیل کړي.

منصور همدا راز یادو شرکتونو ته د پانګونې د چارو پر چټکتیا او د عملي چارو پر پیل باندې ټینګار کړی دی.