منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

انوارالحق کاکړ: غیرقانوني افغان کډوال به بېرته له پولې واړول شي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي، پر یوه اغېزمنه پالیسي موافقه شوې او بېرته به له پولې واړول شي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

هغه ویلي، د افغانستان د ټرانزیتي سوداګرۍ بیا پیل او د تورخم لارې بیا پرانیستل په دې معنا نه دي چې د بېلابېلو توکو قاچاق به بیا پیل شي.

کاکړ زیاته کړې، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي پر یوه اغېزمنه پالیسي موافقه شوې ده.

د هغه په وینا، په دې پالیسۍ کې اسناد لرونکي او له اسنادو پرته افغانان او هغه کسان چې جعلي هویت او یا له پېژندګلوۍ سره یې اسناد جوړ کړي وي شاملېږي.

کاکړ ویلي، له دې پالیسۍ سره هغه افغانان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلېږي، به له پولې واړول شي.

کاکړ د روانې وږي په ۲۲مه د «اج» ټلوېزیون سره په مرکه کې هم ویلي وو چې حکومت یې پلان لري، په دغه هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو نیولو په موخه پراخ عملیات ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال