ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د دغه ولایت ولسوالیو ته برېښنا ورکړي

بادغیس کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د دغه ولایت ولسوالیو ته برېښنا ورکړي

author avatar
7 Nov 2023 - 16:07
بادغیس کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د دغه ولایت ولسوالیو ته برېښنا ورکړي
author avatar
7 Nov 2023 - 16:07

قلعه‌نو (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بې‌غوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.

هغوی ادعا کوي چې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا ۱۶ مېګاواټه بادغیس ولایت ته ځانګړې شوې، خو ولسوالیو ته د برېښنا د نه غځېدو له امله، یوازې څلور مېګاواټه یې دغه ولایت کې مصرفیږي.

د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی حسیب‌الله، د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا نه غځېدو برخه کې تېر حکومت پر بې‌غورۍ تورنوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه‌هم د ترکمنستان وارداتي برېښنا په بادغیس کې لوړ ظرفیت لري، خو تر اوسه ولسوالیو ته د برېښنا غځولو برخه کې اړوندو بنسټونو هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغه وویل: «له اسلامي امارته غواړو‎ چې ولسوالیو ته برېښنا وغځوي، څو خلک ترې استفاده وکړي او د دولت عاید هم ډېر شي.»

دغه راز، د اب‌کمري ولسوالۍ اوسېدونکی محمدشفیق هم ورته شکایت لري او وايي چې حکومت ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «د بادغیس برق اوس ډېر قوی دی، موږ له دولته غواړو څو هڅه وکړي چې دغه برق ولسوالیو ته ورسوي څو د ولسوالیو خلک هم وکولای شي ترې استفاده وکړي.»

دغه راز، د بادغیس پوهنتون استان صفي‌الله صفا افضلي خلکو ته برېښنا برابرول مهم ګڼي او وايي، ولسوالیو ته د برېښنا غځول د اقتصادي ودې او هوساینې لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه چې ولسوالیو ته د برېښنا رسول به خلکو ته د کار زمینې برابرېدو، د تولیداتو ډېرېدو او د حکومت عواید زیاتېدو لامل شي.

سرچینې وویل: «لکه څنګه چې ټول کارونه او فعالیتونه له انرژۍ سره اړیکه لري، نو د برېښنا انرژي کېدای شي په یوه ټولنه کې د تولید، پروسس او خدماتو برخه کې یوه له مهمو انرژیو وي.»

له دې ټولو سره سره، د بادغیس د برېښنا امریت مسوولین په راتلونکي کې د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا د غځېدو خبره کوي.

د بادغیس د برېښنا رسونې امر خیرالله خیرخواه په دغه ولایت کې د برېښنا د لوړ ظرفیت په تایید سره وايي، که څه ‌هم دمګړۍ یوازې د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار سیمو ته برېښنا غځېدلې، ‎خو ژمنه کوي چې دغه برېښنا په راتلونکي کې ولسوالیو ته هم ولېږدوي.

هغه زیاته کړه، تر دې دمه د برېښنا رسولو په موخه د دغه ولایت په قادس، مقر، دره‌بام، اب‌کمري او سنګ‌اتش ولسوالیو کې لومړنۍ سروې‌ګانې شوې دي.

هغه وویل: «د اوس لپاره د پنځو ولسوالیو سروې شوې، خو تراوسه ټولې نه دي بشپړې شوې، په راتلونکي کې هوډ لرو چې ولسوالیو ته برېښنا ولېږدوو.»

د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د اړتیا وړ ۴۳۰ مېګاواټه برېښنا له ازبکستان، ۴۴۰ مېګاواټه له تاجکستان، ۲۰۲ مېګاواټه له ترکمنستان او ۱۰۲ مېګاواټه برېښنا له ایران هېواده واردوي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.