Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ميندو کې له زېږون وروسته ژور خپګان او درمنله یې

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): متخصصه ډاکټره وايي، ډېرې ميندې د میندوارۍ او له زېږون وروسته مهال د اندېښنو، ویني کموالي او کمزورۍ له امله پر ژور خپګان اخته کېږي چې که له دوو اوونیو ډېر دوام پیدا کړي، باید ارواپوه ته مراجعه وشي.

یوه مور له زېږون وروسته ولې پر ژور خپګان اخته کېږي؟

په کابل ښار کې د نسايي ولادي متخصصه ډاکټر یاسمین یزداني پژواک خبري اژانس ته وویل: «له زېږون وروسته ژور خپګان یو داسې حالت دی چې هره مېرمن یې وروسته له زېږونه تجربه کوي، دغه حالت له زېږون وروسته له دوو تر درېیو ورځو رامنځته کېږي او تر دوو اونیو دوام مومي، دغه حالت د «بلو» په نوم یادېږي او یو نارمل حالت دی چې هره مینده یې تجربه کولای شي.»

د هغې په خبره، ځیني وخت په یو شمېر میندو کې دغه ناروغي یو څه اوږدېږي، ان تر درېیو میاشتو دوام مومي؛ د دې لامل هماغه جسمي او رواني فشارونه دي چې د زېږون پر مهال پر مور واردېږي.

نوموړې زیاته کړه: «هورموني، بیولوژیکي او رواني فکټورونه هم د ژور خپګان پیدا کېدو لامل کېدای شي، په دغه حالت کې مېرمنې ستړې وي، مخکې یې چې کار کومه لېوالتیا وه، په دغه حالت کې یې نه لري، پر ځان یې باور کمیږي، بې‌خوبه وي، ډېره لېوالتیا نه لري چې په ټولنه کې وي او خبرې وکړي، ان له خپلو ملګرو او خپلوانو سره هم اړیکې پرې کوي.»

دغه‌ راز، هغه وايي، ځینی وخت داسې پېښېږي چې د اولاد له درلودو مخکې د مېرمن او خاوند ترمنځ مناسبات ښه نه وي خو کله چې ماشوم زېږي، مور یې دې ته اندېښمنه کې وي چې د ماشوم راتلونکی به یې څنګه کېږي، له همدې امله مور ډېره ستړې او خپه کېږي.

هغې زیاته کړه: «له بده مرغه دغه ستونزه [له زېږون وروسته ژور خپګان] زموږ په هېواد کې زیاته ده؛ یو لامل یې د مور کم‌خوني ده، کم‌خوني داسې حالت دی چې مور یا هر بل انسان خسته کوي، دغه راز ډېر وخت نه خوښوي چې په ټولنه کې پاتې شي؛ ځکه په ښه وضعیت کې نه وي او کمزورې وي.»

د هغې په خبره، ډېرې هغه ښځې چې په لومړي ځل مور کېږي، له دې ستونزې سره مخ کېږي؛ ځکه له هغو حالتونو سره مخ کېږي چې مخکې نه وي ورسره مخ شوې، تر روحي فشار لاندې وي چې څه ډول د مور کېدو مسوولیت واخلي.

ډاکټر یزداني کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د حمل پر وخت ‎او له زېږون وروسته د ښځو ملاتړ وکړي.

هغې وویل چې د ژور خپګار د نښو څرګندېدو په صورت کې باید مور د ارواپوهنې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

په همدې حال کې، د ارواپوهنې استاد او د اروايي مسایلو لیکوال نعمت‌الله ابراهیمي پژواک ته وویل: «له زېږون وروسته ژور خپګان طبیعي دی؛ ځکه یو انسان چې بل انسان زېږوي دا خپکان دی او دا خپګان له یوې اونۍ تر ۱۵ ورځو وخت نیسي، خو که پام ورته ونه شي او درملنه یې ونه شي، نو د خپګان دغه موده له شپږو میاشتو وروسته کلونو ته غځېږي او بالاخره پر عادت بدلېږي چې د عادت درملنه بیا ستونزمنه ده.»

هغه له زېږون وروسته پر خپګان د میندو اخته کېدو په اړه وايي: «نږدې ۴۵ سلنه میندې له زېږون مخکې وېریږي؛ ځکه یو شمېر ښځې له زېږون مخکې د نورو ترخې خاطرې له ځان سره لري چې له دې امله د راتلونکي زېږون په اړه وېره ورسره وي.»

نوموړي هم وویل چې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، د کورنۍ، په ځانګړې توګه د مېړونو له لوري نه ملاتړ کېدل د دې لامل ګرځي چې له زېږون وروسته ښځو ته ژور خپګان پیدا شي.

د هغه په وینا، د ستړیا احساس، د خبرو کولو حوصلې نه درلودل، فکر نه‌کول، ځان بې‌ارزښته احساسول، د حقارت احساس، د ګناه احساس، بې‌صبري، ژړل او هېرېدل د ژور خپګان نښې دي.

نوموړي زیاته چې که ژور خپګان له شپږو میاشتو یا یوه کاله ډېر دوام وکړي، خطرناک کېږي او امکان شته چې مور ځان او یا خپل ماشوم ته زیان ورسوي.

ابراهیمي سپارښتنه وکړه، په داسې وضعیت کې باید له ناروغ سره نېک او ښه چلند وشي، له تاوتریخوالي ډډه وشي، له ناروغ ملاتړ او باید همکاري ورسره وشي څو ژور خپګان یې کم او ژر ښه شي.

هغه میندې چې له زېږون وروسته یې ژور خپګان تجربه کړی

مېرمن ګلدسته (مستعارنوم) وايي، دوه میاشتې مخکې یې ماشوم پیدا شوی او له زېږون وروسته زړه تنګوالی او ډېره بې‌حوصله‌ګي ورته پیدا شوې، د شپې خوب نه‌لري.

هغې زیاته کړه: «تل په اندېښنه کې یمه چې څرنګه خپل ماشوم لوی کړم، یوه لویه ستونزه راته ښکاري، له همدې امله فکر کوم چې زړه‌تنګوالی او بې‌خوبي راته پیدا شوي.»

دغه راز فوزیه محرابي چې د شپږو ماشومانو مور ده وايي، له خپل هر زېږون وروسته د ډېر وخت لپاره زړه‌تنګوالی، سردردي، ډار او بې‌خوبي ورته پیدا کېږي.

نوموړې زیاته کړه: «کله چې زېږون کوم، وینه مې ډېره کمیږي، لاس او پښې مې لړزېږي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.