ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو روږدی افغان د ځان درملنې په موخه له امریکا افغانستان ته راغلی

یو روږدی افغان د ځان درملنې په موخه له امریکا افغانستان ته راغلی

author avatar
14 Jul 2024 - 19:47
یو روږدی افغان د ځان درملنې په موخه له امریکا افغانستان ته راغلی
author avatar
14 Jul 2024 - 19:47

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): پر نشه‌یي توکو روږدی یو ۲۹ کلن افغان چې د نشو پرېښودو او ځان درملنې په موخه د امریکا له متحده ایالتونو افغانستان ته راغلی وايي، د امریکا په نسبت په افغانستان کې د روږدو درملنې خدمات غوره دي.

د کابل اصلي اوسېدونکی ۲۹ کلن حبیب‌الله حمید چې ۲۴ کاله مخکې د امریکا متحده ایالتونو ته کډوال شوی او د نشو پرېښودو لپاره شپږ میاشتې مخکې کابل ته راغلی، اوس د کابل ښار د جنګلک د روږو درملنې په ۴۵۰ بستریز روغتون کې بستري دی.

هغه ادعا کوي چې د امریکا د کلیفورنیا ایالت په یوه پوهنتون کې د زده‌کړو ترڅنګ په یوه هوټل کې کار هم کوي.

هغه وایي: «اتلس کلن وم چې چرس مې څکول، یو څو ملګري مې لرل، له هغوی سره به بهر ته تلم او چرس به مو څکول، ځیني وخت به مو شراب هم خوړل.»

هغه ادعا وکړه چې په امریکا کې د چرسو څکول او الکولو خوړل ازاد دي او هر څوک کولا شي استفاده ترې وکړي.

د هغه په وینا، وروڼه یې هم دغه توکي کاروي، خو د ده په څېر ډېره استفاده نه ترې کوي او پر ځان کنټرول لري.

سرچینه وايي چې د نشه‌یي توکو پېرلو لپاره یې هره ورځ شاوخوا ۶۰ ډالر لګښت درلود.

هغه وویل: «زه به تل په دې فکر وم چې یوه ورځ نشه‌یي توکي پرېږدم؛ ځکه که یې پرې ‌نه‌ږدي نو هره ورځ یې اندازه ډېرېږي، ډېر خطرناک دي.»

حبیب‌الله زیاتوي، په امریکا کې یې ځکه د ځان درملنه نه ده کړې چې هلته د درملنې ډول اغېزناک نه دی او د هغه هېواد په پرتله په افغانستان کې د روږدو درملنه غوره ده.

هغه زیاته کړه: «هلته درملنه شته خو د هغه ځای درملنه داسې ده چې هر څوک په خپله خوښه ورځي، هلته پاتې کېدل یې هم په خپله خوښه وي، پرېښودی یې هم نه‌شي. مور او وروڼو مې په افغانستان کې د روږدو درملنې روغتون په اړه معلومات درلودل، بیا د هغوی په مشوره دلته راغلم، څو خپله درملنه وکړم.»

هغه په ټینګار وویل: «په امریکا کې مې نه‌ شوای کولای، دغه عمل پرېږدم؛ ځکه لاسرسی ورته اسانه و، په هر ځای کې پیدا کېدل، له همدې امله زما ورور تصمیم ونیو چې ما افغانستان ته راولي؛ ځکه دلته هر ځای نشه‌يي توکي نشته، څوک یې نه خرڅوي او نه هم په اسانه پیدا کېږي.»

هغه چې نږدې شپږ میاشتې کېږي په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دی، د مخکې په پرتله خپل وضعیت ښه احساسوي او اوس ډاډه شوی چې کولای شي دغه عمل پرېږدي.

هغه چې شپږ کاله مخکې یې واده کړی او تر اوسه کوم اولاد نه لري وايي، د نشه‌یي توکو له پرېښودو وروسته بېرته امریکا ته ځي او هلته له خپلې کورنۍ سره خوښ او ارام ژوند ولري.

حبیب‌الله په افغانستان کې د روږدو درمنلې برخه کې د خدماتو ستاینه کوي او په هېواد او بهر له نورو روږدو ځوانانو غواړي چې د ځان درملنه وکړي او خپل ژوند له بربادۍ وژغوري.

دا یوازې حبیب‌الله نه دی چې د نشه‌يي توکو کارونې یې ژوند تیاره کړی او له دغه عمله د خلاصون هڅه کوي، بلکې ۲۷ کلن هارون هم د نشه‌یي توکو پرېښودو په هڅه کې دی.

هغه وایي: «اووه کاله کېږي چې له خرابو ملګرو سره د ګرځېدو له امله روږدی شوی یم، د چرسو له څکولو مې شروع وکړه او شیشې ته راورسېدم، په دې وروستیو کې مې پوډر هم استفاده کول، ژوند مې یې ډېر خراب کړ، مخکې مې هم یو ځل پرېیښي وو، خو کله چې رخصت شوم، بېرته مې پیل کړل.»

هارون وایي، تر یوولسم ټولګي یې زده‌کړې کړې، له روږدېدو مخکې د یوه مستري شاګرد و او ښه ژوند یې درلود، خو وروسته یې کار او روغتیا له لاسه ورکړل او ان له خپلې کورنۍ هم بېل شو.

هغه زیاته کړه: «له روږدي کېدو مخکې مې ښه ژوند درلود، خو چې په دغه عمل اخته شوم، له ټولو به تښتېدم، نشې مې پر ژوند ډېر بد تاثیر وکړ، ضعیف شوم، خراب شوم، ژوند مې خراب شو، خو وروسته مې تصمیم ونیو چې کار وکړم او یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کړم، مجرد یم، غواړم ښځه وکړم او خپل ژوند په ښه ډول مخې ته یوسم.»

هغه وايي چې د نشه‌یي کوتو په اخیستو به یې هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ ورکولې.

په همدې حال کې، ۳۵ کلن نظرداد چې په دغه روغتون کې تر درمنلې لاندې دی وايي: «زه په وظیفه کې وم چې ټپي شوم، په روغتون کې وم، دوا یې راکوله خو کله چې بدخشان ته ولاړم، دوا ډېره نه پیدا کېده نو ماته یې تریاک راکول څو درد مې ارام شي، پر هغو عادت شوم … ورو ورو مې له پوډرو او شیشې استفاده کوله، دوه کاله یې په دې ډول دوام وکړ، له کورنۍ سره به مې جنګ کاوه، وضعیت مې ډېر خراب شوی و.»

هغه هم د نشه‌یي توکو کارول یو ناوړه عمل وباله ویې ویل: «ما ته تجربه وشوه، له روږدي کېدو سره هر څه له لاسه ورکوې، ان کورنۍ هم، اولادونه او ټول له تا بد وړي، ما اوس سل فیصده تصمیم نیولی چې دغه عمل پرېږدم او له خپلې کورنۍ سره بېرته ارام ژوند پیل کړم.»

هغه وویل، ۴۵ ورځې کېږي چې تر درملنې لاندې دی او اوس یې جسمي او رواني وضعیت په ښه کېدو دی.

یاد کسان د دغه روغتون له ډاکټرانو او کارکوونکو مننه کوي او وايي، د ډاکټرانو په مرسته یې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.

د یادولو ده، د کابل ښار د جنګلک د روږدو درملنې په ۵۴۰ بستریز روغتون کې دمګړۍ ۲۶۰ کسان بستر دي.

په دغه روغتون کې مؤظف ډاکټر محمدوامق شریفي وویل چې دا مهال په دغه روغتون کې د ۲۶۰ روږدو درملنه روانه ده.

هغه له تېرو درېیو کلونو‎ راهیسې د روږدو درملنې کیفیت ښه کېدو ته په اشاره وویل، هر معتاد د ۴۵ ورځو لپاره بستر کېږي خو که په دې موده ونه شي کړای نشه پرېږدي؛ نو بیا د ۹۰ ورځو لپاره بستر کېږي.

هغه زیاته کړه: «مخکې به چې د معتادینو درملنې پړاو بشپړېده، د حرفوي زده‌کړو لپاره به د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي کېدل، خو له دغو زده‌کړو تر فراغت وروسته به یې بېرته کوڅو او سړکونو ته مخه کوله.»

خو هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتلو سره د کورنیو چارو وزارت له لوري د کندهار او کابل په څو ځایونو کې کمپونه جوړ شوي چې معتادین د درملنې پر مهال یوه حرفه هم په کې زده‌ کوي.»

د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هېواد په کچه پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنې په ۶۱ روغتونونو کې د سړیو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ زره کسان تر درملنې لاندې دي.

هغه وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې په هېواد کې د سړیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۵ زره روږدو درملنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د یوې سروې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې په ټول هېواد کې ۳.۵ میلیون روږدي کسان موجود وو چې ۸۵ سلنه یې ښځې او ماشومان وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.