ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي

درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي

author avatar
3 Aug 2024 - 16:51
درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي
author avatar
3 Aug 2024 - 16:51

هرات (پژواک،۱۳ زمری ۱۴۰۳): د هرات په لرو پرتو سیمو کې مالداري د کوچیانو اساسي اقتصادي فعالیتونه یادېږي، خو په دغه ولایت کې یو شمېر کوچیان وایي، د حیواني درملو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ملاتړ یې نه کېږي.

هرات کې ځینو کوچیانو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلې مالدارۍ کمېدو اصلي لاملونه د حیواني درملو کمښت او له مالدارانو د حکومت نه ملاتړ یادوي او وایي چې ډېرې کورنۍ د خپلو څارویو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو او درملو نه برابرېدو له امله مجبوریږي چې خپل څاروي وپلوري او یا یې د تلف کېدو شاهدان وي.

د هرات په کشک‌کهنه ولسوالۍ کې د کوچیانو یوه قومي مشر خاک‌زرین خان وویل، مخکې یې د پسونو ۲۰ رمې درلودې چې هر یوه کې یې لسګونه پسونه و، خو اوس دا شمېر پسونه یې د امکاناتو لکه د درملو او خوراکي توکو نشتوالي له امله نیمایي ته رارسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، که دولت له دوی سره همکاري ونه‌کړي، ډېر کوچیان به ونه شي کړای په دې دښتو کې ژوند وکړي او خپلو مالداریو ته دوام ورکړي.

د هغه په خبره، اوبي ځمکې نه لري که په راتلونکي کال کې بارانونه ونه شي، لومړني خلک چې زیانمنېږي کوچیان به وي، مجبوریږي به خپل څاروي وپلوري څو د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

د رباط سنګي ولسوالۍ یوه کوچي علي د خپلو څارویو د ناروغیو په اړه پژواک ته وویل، تر اوسه ورسره د درملو برخه کې یوازې یو ځل حکومت مرسته کړې ده چې دا اصلاً بسنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس یې هم څاروي ناروغ دي چې د درملنې وس یې نه لري.

نوموړی وایي، د یوې میاشتې په ترڅ کې یې د ناروغۍ له امله له ۱۰ تر ۱۲ پسونه مړه شوي چې د هغه په خبره، په رباط سنکي او ګلران ولسوالیو کې ډېر کوچیان خپل پسونه کموي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، بالاخره د کوچیانو مالداري به ختمه شي.

هغه دغه ‌راز وویل، دا ستونزې د دې لامل شوې چې ځينې کورنۍ له مجبوریته خپل څاروي وپلوري او یا  د نه درملنې له امله تلف شي.

حیواني ډاکټرانو هم په لرو پرتو سیمو کې د حیواني درملو نشتوالی یوه ستونزه یادوي او وايي چې د مالدارۍ د کمېدو یو لامل دی.

په دغه ولایت کې یو حیواني ډاکټر، صابر عابدي پژواک ته د دغه مطلب ترڅنګ وویل، لوېدیځ زون د بېلابېلو حیواني ناروغیو شاهد دی چې ډېرې یې باکتریايي او ویروسي دي.

عابدي زیاته کړه، په بازارونو کې شته حیواني درمل بې‌کیفیته دي او په عین وخت کې مالدارانو ته نه رسېږي.

بلخوا، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین چې د کوچیانو امریت او د هغوی اړوند نورې چارې په کې مدغم شوې، وایي چې په ټوله کې د کوچیانو لس سلنه ستونزې حل شوې او لا هم له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

د هرات د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جمال‌الدین عمري وایي، د دوی ادارې په دغه ولایت کې د کوچیانو ستونزې سروې کړې، په دې اړه خبر دي او د دوی ستونزې یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي.

نوموړي وویل، دمګړۍ دغه ریاست حمایوي امکانات په لاس کې نه لري، موسسې هم په دې برخه کې کمه همکاري لري.

خو هغه زیاته کړه چې اداره یې هڅه کوي څو د کوچیانو ټولې ستونزې حل کړي چې دا چاره د بنسټونو له خوا هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.