ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو

author avatar
7 Sep 2024 - 16:31
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو
author avatar
7 Sep 2024 - 16:31

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل؛ ا.ا له دغه اقدامه هرکلی وکړ.
  • م.م: له اسلامي امارت سره به تعامل ته دوام ورکړو.
  • جاپان: د ا.ا او جي۷ هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هڅې کوو.
  • امریکا: په افغانستان کې له جګړې ملاتړ نه کوو.
  • عزیزوف: له داعش سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده.
  • له روسیې، چین او الجزایر پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون ته اندېښنه ښودلې.
  • د ا.ا مشر: د الهي حدودو په اجرا او د امر بالمعروف قانون په تطبیق کې دې جدي هڅې وشي.
  • سویډن او جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
  • المان په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، د کابل امنیه قومانداني ویلي وو چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې شپږو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي. د یاد بريد مسؤوليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

د راپورونو له مخې، بغلان کې د دوو ځوانانو ترمنځ شخړه کې یو د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او اروزګان کې يوه کس خپل ورور د ځمکې پر سر شخړه کې په ډزو وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ممنوعه ډلو له نوملړه د ا.ا د نوم ایستل

د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له بشپړې څېړنې او ارزونې وروسته یې د «طالبانو» نوم د ممنوعه ډلو له فهرسته حذف کړی او دغه پرېکړه یې د سیمه‌ییز ثبات د تقویت په موخه کړې ده.

سرچينې ویلي چې د نړۍوالې ټولنې د هڅو په ملاتړ په افغانستان او سیمه کې د سوله‌ییز چاپېریال لپاره ژمن دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان له دغه اقدامه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د اسلامي امارت په تړاو د سیمې او نړۍ د سیاسي درک رامنځته کولو ښکارندويي کوي.

سرچینې لیکلي چې دغه اقدام د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په معنا دی.

له اسلامي امارت سره د م.م د تعامل دوام

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د دغه سازمان د امنیت شورا په سپارښتنه به له اسلامي امارت سره کار او تعامل ته دوام ورکړي او له اسلامي امارته غواړي چې د ډيپلوماتیک تعامل لپاره لا ډېرې لارې پرانیزي.

په ورته مهال، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، مثبت تعامل د ستونزې حل لار ده او هېوادونه او نړۍوال سازمانونه باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

دغه راز، په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرت ډېکسن سره یې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د کاميرون پلازمېنه ياوندي کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا پنځوسمې ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان، ترکيې، قطر، اذربايجان، عُمان، اندونيزيا، ایران، فلسطین، سومالیا او نورو هېوادونو له استازو او د اسلامي همکاریو سازمان اړوند تخصصي ادارو له مسوولينو سره په ناستو کې له یادو لورو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ د نوو فرصتونو پر ايجاد خبرې کړې دي.

متقي ویلي، ا.ا له ټولو هېوادونو د مثبت تعامل غوښتنه لري، هېوادونه دې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي او د ګنګل شوو شتمنیو ازادولو او د ا.ا پر مشرانو د سفر بندیزونو لرې کولو لپاره دې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکیوشي کورومایا د ا.ا د ریاست‌الوزراء له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ويلي چې توکیو د اسلامي امارت او جي۷ هېوادونو (د ۷ سترو اقتصادي هېوادونو) د اړیکو جوړولو لپاره هڅې کوي.

المان په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل

د المان د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد په برلين او بن ښارونو کې افغانستان قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل او ويې ویل چې له دې وروسته به افغانانو ته په مونيخ ښار کې چې له اسلامي امارت سره په تعامل کې دي، قونسلي خدمات وړاندې شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تېرې زمري مياشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلی چې د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې وروسته په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه لکه وثایق، تصادیق، عدم مسوولیت پاڼه، د پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سټېکر، وېزې سټېکر او ….. د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هيڅ ډول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کېږي.

امریکا: په افغانستان کې له جګړې ملاتړ نه کوو

تېره اونۍ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه وه او هېواد یې نه غواړي چې دغه جګړې بیا پيل شي.

د یاد وزارت یوه ویاند ویلي: «افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه وه، موږ نه غواړو دغه جګړې بېرته پيل شي او له افغانانو مو هم اورېدلي چې دوی هم نور جګړه نه غواړي.»

له دې مخکې، اروپایي ټولنې او برېتانیا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ نه کوي او د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې په افغانستان کې نور باید هېڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري.

د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو رییس عبدالسلام عزیزوف تېره اونۍ د اسلامي امارت له لوري د داعش پر وړاندې مبارزه ستايلې او ویلي یې وو چې له داعش سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده.

 د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه او سيمې ته رېچارډ بېنېټ د سفرونو پيل

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دوو دایمي غړو روسیې او چین او همدا راز یوه لنډمهالي غړي الجزایر پرته د دې شورا پاتې دوولسو غړو، په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د نوي قانون تصویبېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د سرپرست حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې دوامداره «سیستماتیک جنسیتي تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو» غندي. په اعلامیه کې له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو غږ واوري.

دا علامیه امریکا، بریتانیا، فرانسې او ایکوادور، ګایانا، مالتا، موزمبیق، سیرالیون، سوېلي کوریا، سویس، سلوانیا او جاپان لاسلیک کړې ده.

خو د ا.ا مشر شیخ هیبت‌الله اخندزاده فاریاب ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې د الهي حدودو د اجرا، د خلکو د مال او ځان ساتنې، د ښوونځيو زده‌کوونکو، مدرسو طالبانو او د پوهنتون محصلینو د سالمې ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د تطبیق لپاره دې جدي هڅې وشي.

له دې وړاندې، یوناما، اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو هم د یاد قانون په اړه اندېښنه ښودلې وه خو اسلامي امارت د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په اړه د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اندېښنې بې‌ځایه دي، پر اسلامي شریعت داسې اعتراضونه د هغوی ګستاخي ده، د دغه قانون په اړه دې هيڅوک اندېښنه نه‌لري او په پلې کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ ترکیې او بیا قطر ته تللی؛ هغه ویلي، د بشري حقونو شورا له ۵۷مې غونډې مخکې به د افغانانو له بېلابېلو ډلو، کارپوهانو او حکومتي استازو سره په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمه غونډه روانه اونۍ په جنیوا کې پيلېږي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه یوه غونډه کوي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، سویډن له افغانستان سره ۶،۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه او جاپان وویل چې د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنې لپاره یې ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي او له افغانستان سره به له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې لس میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف‌اې‌او) ویلي، په پام کې لري چې د روان زېږدیز کال تر پایه له څه باندې لس میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.