کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، امنیت شورا کې له ا.ا سره پر تعامل ټینګار وشو، روزا اوتونبایوا وویل چې د دوحې ناسته له کابل سره د نړۍ د تعامل ښه فرصت و خو ځینو کړنو دا پروسه زیانمنه کړه. ا.ا بیا وایي، م.م باید د افغانستان حقایق په پام کې ونیسي او اوسنی وضعیت دې له تېر سره پرتله کړي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- اوتونبایوا: د دوحې ناسته له اسلامي امارت سره د هېوادونو د تعامل یو فرصت و.
- قزاقستان: د افغانستان رسیمت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو له دریځ ملاتړ کوو.
- جاپان: له افغانستان سره مو خپل تعامل نه دی ځنډولی او له افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو.
- د امنیت شورا غونډې ته د ا.ا غبرګون؛ حقایق باید له پامه و نه غورځول شي.
- د ترکمنستان ولسمشر: نړۍوال دې افغانستان پر یو سولهییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي.
- ایران: ناقانونه افغان کډوال وباسو؛ متقي: هېوادونه دې د کډوالو په اېستلو کې له حوصلې کار واخلي.
- د بهرنيو چارو وزارت: له عربي هېوادونو سره مو اړیکې د رغېدو او پراختیا په حال کې دي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې اووه کسان وژل شوي وو.
تېره اونۍ، ځايي سرچينو وویل، خوست کې د پاکستان په بریدونو کې يو موټر چلوونکی وژل شوی، میدان وردګو کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ په چاودنه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او بدخشان کې د یوې شخړې له امله یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، کندهار کې ناپېژاندو کسانو یو کس په ډزو وژلی، اروزګان کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی او بامیانو کې د یو ۳۹ کلن سړي مړی موندل شوی دی.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د امنیت شورا غونډه
تېره اونۍ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د قزاقستان استازي ویلي، دوی د افغانستان رسیمت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو له دریځ ملاتړ کوي.
د جاپان استازي بیا ویلي: «کابل کې د خپل سفارت له ادرسه د وضعیت څارنې ته دوام ورکوو، موږ له طالبانو سره بېلابېلو برخو کې خبرې لرو، له سخت وضعیت سره سره، جاپان له افغانستان سره خپل تعامل نه دی ځنډولی او له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»
بل لور ته، د امریکا استازي په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار وکړ او ویلي یې وو چې له افغانستان سره هر ډول اړیکې باید د بشري حقونو د تامین پر بنسټ ولاړې وي.
د امریکا استازې، دور وتي شی ویلي وو: «امریکا د افغانانو بشري اړتیاوو ته د رسېدو لپاره ژمنه ده او موږ به د طالبانو په ګډون له افغانانو سره د ګډو ګټو له پالیسۍ ملاتړ ته دوام ورکړو، که صادقانه ووایم، په افغانستان کې بشري وضیعت د خرابېدو په حال کې دی، له طالبانو سره تعامل له مختلفو زاویو پوښتنې راپورته کوي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا په یاده ناسته کې ویلی چې د دوحې ناسته د هېوادونو لپاره یو فرصت برابر کړ چې په مستقیمه توګه له اسلامي امارت سره د اندېښنو په اړه تعامل ولري.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روان کال د چنګاښ په لسمه او یوولسمه د افغانستان د پلاوي او د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون په قطر کې ترسره شوه.
اوتونبایوا ویلي، نړۍوالو بندیزونو په افغانستان کې حکومتداري ستونزمنه کړې، افغانستان له نړۍوالې ټولنې جلا شوی دی. هغه ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې امنیت او ثبات په بېساري ډول تامین شوی دی.
خو هغې دا هم ویلي: «موږ هیله درلوده چې دا به د خپلواکې ارزونې له وړاندیزونو سره سم د یو ډیر معنی لرونکي ډیالوګ لپاره د نوي فصل لپاره ښه پیل وي. مګر د دوحې له غونډې لږه موده وروسته د امر بالمعروف وزارت نوي قانون دا پروسه زیانمنه کړه. دا قانون څه غواړي؟ دا قانون د افغاني ټولنې لپاره له داسې برخو جوړ دی، چې نړۍوالې ټولنې لا تر دې وړاندې غندلي دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون په اړه د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اندېښنې بېځایه دي، پر اسلامي شریعت داسې اعتراضونه د هغوی ګستاخي ده، د دغه قانون په اړه دې هېڅوک اندېښنه نه لري او په پلې کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په تړاو معلومات باید له مخالفینو څخه وا نه ورېدل شي.
هغه زیاته کړې: «موږ بیا هم له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان حقایق په پام کې ونیسي. که د بشر حقونو په برخه کې وي، که د امنیت په برخه کې وي او که اقتصادي پرمختګ وي. بیا دې همدا اوسنی وضعیت تېرو څلورو لسیزو سره پرتله شي.»
افغانستان کې د عوایدو ډېروالی
ملګري ملتونه وايي، د روان مالي کال په څلورو میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي او ٢٠٢٤ کال کې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ ۲٫۹ مېلیارد ډالرو مرستې له ډلې ۲۴٫۹ سلنه یې برابره شوې ده.
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش، د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان مالي کال په څلور ومیاشتو کې د دغه هېواد عواید یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله یې ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
راپور کې راغلي چې د افغانستان ګمرکي عواید د تېر کال په پرتله له دوه سلنه کموالي سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، له تېر حکومت څخه پر نظام باندې د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲،۷ میلیارده افغانۍ یې ورکړل شوې دي.
ترکمنستان: نړۍوال دې افغانستان پر یو ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي
تېره اونۍ، د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف په استانه کې د «منځنۍ اسیا- المان» په سرمشریزه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان پر یو سولهییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي.
هغه ویلي چې اوس افغانان له یوه اوږد ستونزمن پړاو څخه په تېرېدو د خپل هېواد د اقتصادي او دولتي بنسټونو د بیارغونې فرصتونه لري او د سولې، همغږۍ او یووالي پر ټینګولو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې پروژه – چې ترڅنګ یې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – د روانې وږي میاشتې په ۲۱مه په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د ټاپ یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا د لېږد پروژې اړوند هرات کې د نورالجهاد سبسټیشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ایران کې افغان کډوال
تېره اونۍ، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي هغه افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري په درناوي به خپل ټاټوبي ته واستول شي.
هغه چې په یوه خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «له دوی [افغان کډوالو] ځينې یې پاسپورټونه لري، دلته خپلوان لري، اړیکي لري نو طبيعي ده چې له هغوی سره بايد يو ډول چلند وشي خو يو شمېر نور بيا ناقانونه راغلي چې بايد بالاخره قانون مراعات کړي.»
دغهډراز، د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي قوماندان احمدرضا رادان ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال تر پایه به له دغه هېواده نږدې دوه میلیونه ناقانونه بهرني وګړي وایستل شي.
ایران له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او ایران کې هم له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
له دې سره سم، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو له افغان کډوالو سره د نېک چلند غوښتنه کړې ده.
د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو او د نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي: «د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی څو چې افغانستان د ۴۵ کلونو جګړو له اغېزو راوځي او پر خپلو پښو درېږي، موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د کډوالو په اېستلو کې له حوصلې او احتیاطه کار واخلي، ښه چلند دې ورسره وکړي او د کډوالو ښه مېلمهپالنه دې وکړي.»
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د هرات اسلامکلا په سرحدي بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، په تېرو اتو میاشتو کې یوازې له دې لارې، له ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
نړیوالې اړیکې
تېره اونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ویلی چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره اړیکو ته چمتو دی او په دې برخه کې هوډ او لوړ ظرفیت لري.
هغه ویلي: «د عربي نړۍ له هېوادونو سره زموږ اړیکې ورځ په ورځ رغېږي او وده کوي او موږ د عربي نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته ډېره ترجیح ورکوو.»
دغهراز، د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ له هېوادونو سره مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ويلي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي او دغلته په رغونه کې برخه واخلي.
له دې سره سم، تېره اونۍ د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت بیا پیل کړ او په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا کار به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوی.
دغهراز، تېره اونۍ، شیخ عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه وګومار ل شو. افغان چارواکو ويلي، تاشکند ته به د افغان سفیر له تلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP