ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عثماني: افغانستان د کرنې او مالدارۍ ډېرو برخو کې پر ځان بسيا شوی

عثماني: افغانستان د کرنې او مالدارۍ ډېرو برخو کې پر ځان بسيا شوی

author avatar
30 Sep 2024 - 13:38
عثماني: افغانستان د کرنې او مالدارۍ ډېرو برخو کې پر ځان بسيا شوی
author avatar
30 Sep 2024 - 13:38

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال وايي چې افغانستان اوس د کرنې او مالدارۍ په ډېرو برخو کې ځان بسياينې ته رسېدلی چې ورسره لسګونه زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ياد وزارت خلکو ته د بېلابېلو فارمونو جوړولو، کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو، د کوکنارو بديلو کښتونو، نغدو پيسو ورکولو، بازارموندنې او له وچکالۍ سره د مبارزې برخو کې لاس په کار شوی.

نوموړی وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې د چرګانو شاوخوا ۱۵ زره فارمونه دي چې په کې ۱۵۰ زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له حاکميته وروسته زموږ د دغه وزارت هر يو سکټور، خصوصاً که زه د خپل معاونيت سکټور په اړه چې د چرګانو سکټور دی ووایم، موږ اوس خودکفايۍ ته رسېدلي يو.»

عثماني وایي چې په تېر کې به د کال ۱۳زره مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته ورکول کېدل، خو دوی يوازې تېر کال ۳۳ زره مټریک ټنه تخمونه د هېواد پر بزګرانو وېشلي او هڅه کوي چې دغه شمېر ۵۵ زره مټريک ټنو ته لوړ کړي.

هغه دغه راز وویل، په هېواد کې د غنمو حاصلات تر پنځه میليون مټريک ټنه پورې لوړ شوي چې مخکې به دغه حاصلات تر درې ميليون ټنه پورې وو.

د هغه په خبره، د کرنې وزارت په تېرو درېيو کلونو کې د پرمختیايي صندوق له لارې بزګرانو او شرکتونو ته د مرابحې پر اساس درې میليارده افغانۍ وېشلې چې ورسره به د بزګرانو ستونزې حل او حاصلات زيات شي.

هغه وايي، د سربندونو نشتوالی د بزګرانو لپاره يوه عمده ستونزه ده او دوی هڅه کوي دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د نوموړي په وینا، که څه هم وروستۍ وچکاليو د هېواد پر کرنه منفي اغېز کړی، خو د چک‌‌ډيمونو، نهرونو او ویالو جوړولو دغه ستونزه يوه اندازه هواره کړې او لا هم هڅه کوي چې دغه طبیعي افت د منفي اغېزو مخنیوی وکړي.

عثماني وايي، د مالدارۍ سکټور کې د حیواني ناروغيو مخنيوي او ودې لپاره يې د هېواد بېلابېلو سيمو کې د روغتيايي ډلو په مرسته واکسينونه تطبيق کړي او ټولو ولسواليو ته يې يو روغتيايي کلينیک او وترنر ورکړی، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وويل، که څه هم د کروندګرو حاصلات اوس ښه بازار نه لري او دا ستونزه شته، خو دوی د دې ستونزې د حل لپاره په هېواد او بهر کې د لویو او وړو نندارتونونو جوړولو ترڅنګ سړې خونې جوړې کړې چې د اړتيا او ښې بيې پر مهال بيا کروندګر خپل حاصلات ترې بازار ته وړاندې کړي.

ده زياته کړه، د کوکنارو کښت د بديل برخه کې يې د بزګرانو لپاره ځانګړې بودجه ترلاسه کړې او په ټول هېواد کې هر هغه کښت چې اقتصادي ارزښت یې لوړ وي، بزګرانو ته یې د کوکنارو د بدیل کښت په توګه تخم توزيع شوی دی.

دی زياتوي، د کرنې وزارت له نړۍوالو موسسو سره په بېلابېلو برخو کې هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي چې له مخې يې يوازې د سږ کال له پيله تر اوسه ۱۳۰ ميليون ډالر ترلاسه کړي دي.

نوموړي له هېوادوالو او بزګرانو وغوښتل چې د کښتونو کولو پر مهال د متخصصينو په مشوره له هغو بوټو او تخمونو ګټه واخلي چې د ناروغيو پر وړاندې مقاومت لري او د ستونزو پر مهال دې د کرنې وزارت ته مراجعه وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.