ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کونړ کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

author avatar
10 Oct 2024 - 15:22
کونړ کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
author avatar
10 Oct 2024 - 15:22

اسعداباد (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د کونړ استیناف محکمې رییس وايي چې د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار په کرکټ لوبغالي کې د یوې مېرمنې په ګډون اتو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د کونړ د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن یاسر ويلي، د اسلامي امارت د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر اساس، نن په دغه ولایت کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

هغه زیاته کړې: «د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر اساس نن په مرکز اسعداباد کې یوه مېرمن او یو سړی د نامشروع اړیکو درلودو، پنځه کسان د غلا او یو بل کس د نشه‌یي توکو د کاروبار په جرم په عام محضر کې په درو ووهل شول.»

نوموړي وویل، یادو کسانو ته یې د اسعداباد ښار په کرکټ لوبغالي کې د سلګونه کسانو په حضور کې سزا ورکړه.

د هغه په خبره، عدلي او قضایي ارګانونه د اسلامي شریعت پلي کولو لپاره جدي هڅې کوي څو له لارې یې په ټولنه کې د غیرشرعي او ناوړه اعمالو مخه ونیسي.

د یادولو ده، د اسلامي امارت په راتګ سره دا په کونړ ولایت کې لومړی ځل دی چې  د محکمې د پرېکړې پر اساس په عام محضر کې مجرمینو ته تعزیري سزا ورکول کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.