Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په څلورو ولسوالیو کې ۲۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

 لښکرګاه (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو ورسته یې د دغه ولایت په نوزاد، موسی‌کلا، نهرالسراج او دېشو ولسوالیو کې ۲۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

د هملند ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خلکو په روغتیایي ستونزو پرله‌پسې راپورونه خپاره کړل، اوس یي په یادو ولسوالیو کې ۲۳ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې د خلکو روغتیایي ستونزې ورسره راکمې شوې دي.

هغه وویل: «مونږ له پژواک اژانس څخه ډېره مننه کوو، واقعاً دغه راپورونه یې چې مونږ ولیدل، بیا مو په جنوبي دېشو ولسوالي کې چې مخکي یې یو کلینیک درلود، اوس مو درې ورته جوړ کړي دي، په نوزاد ولسوالي کې مو اووه کلینیکونه جوړ کړي، موسی‌کلا ولسوالۍ کې مو څلور کلینیکونه جوړ کړل، نهرالسراج ولسوالي کې چې مخکې د ګرشک ولسوالۍ اړوند وه اوس نوې ایجاد شوې ده، نو په ګرشک او نهرالسراج ولسوالي کې مو ۹ کلینیکونه جوړ کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه، د یادو روغتیایي مرکزونو لپاره یې په نهرالسراج ولسوالي کې یوه ودانۍ او په موسی‌کلا او نوزاد ولسواليو کې درې - درې ودانۍ جوړې کړې او پاتې نور روغتیايي مرکزونه په کرایه ودانیو کې فعالیت کوي.

د هغه په خبره، تېر یوه کال کې یې دغه ولایت کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ هم جوړې کړې دي.

هغه وویل: «ځینې روغتیایي مرکزونه دي چې ودانیزي چارې یې نه دي بشپړې شوې، هغه په کرایه کورونو کې فعالیت کوي، خو فعلآ یې هغه سیمې کنټرول کړې چې مخکې سپینې وې.»

ورته مهال، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سیمو کې یې ورته نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي خو غوښتنه کوي چې د مسلکي ډاکټرانو، درملو او نورو روغتیایي تجهیزاتو په برخه کې دې هم ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

د دېشو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله جان وویل: «زموږ په ولسوالي کې مخکې یو روغتیایي مرکز جوړ شوي و، اوس په نورو برخو کې هم یو دوه کلینیکونه جوړ شوي، موږ خوشحاله یو چې د لښکرګاه او نورو ګاونديو ولایتونو روغتونونو ته ناروغان انتقال نه‌کړو او دلته یې درملنه وشي، خو سم ډاکټران او دواوې باید ورکړل سي.»

هلمند د هېواد په جنوب کې پروت تر ټولو لوی ولایت دی چې د تېرو کلونو جګړو له امله له ډېر شمېر پراختیایي پروژو څنډې ته پاتې شوی او اوسېدونکي یې د روغتیا، کرنې، ښوونې او روزنې او بیارغونې برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.