پلخمري (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): بغلان کې د کونځلو او زغر غوړیو یو شمېر تولیدوونکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زغر او کونځلو حاصلات ډېر وو چې ورسره د دوی د تولیداتو بازار هم ښه شوی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د غوړیو یوې تولیدي کارخونې مسوول محمددین پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د زغر او کونځلو حاصلاتو ډېر وو چې ورسره د دغو بوټو له دانو تولیدېدونکو غوړیو ته تقاضا هم ډېره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «۱۵ کاله کېږي چې غوړي تولیدوم، کوم کال چې حاصلات ښه وي، تولیدات مو هم ډېر وي؛ تېر کال چې د زغرو او کونځلو حاصلات کم وو، د غوړیو تولید مو هم کم و، سږ کال چې حاصلات یې ښه دي، تولید مو هم ډېر شوی او دغو غوړیو ته تقاضا هم ښه شوې ده.»
د نوموړي په خبره چې د دغو او وارداتي غوړیو بیې دواړه یو برابر دي خو زیاتوي چې د دوی د تولیداتو کیفیت ښه دی.
هغه زیاته کړه، که چېرې د عصري ماشینالاتو برخه کې مرسته ورسره وشي، تولیدات به یې لا ډېر شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
ورته مهال، بغلان کې د غوړیو د تولیدي کارخونو اتحادیې مسوول محمدیار وایي چې په دغه ولایت کې د غوړیو د تولید درې لویې او شل کوچنۍ کارخونې فعالې دي چې شاوخوا ۷۰ کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاتوي، په یادو کارخونو کې شپږ ډوله غوړي تولیدیږي خو له زغر او کونځلو تولید شوي غوړي چې له نورو عامو غوړیو ښه کیفیت او شهرت لري، ورځ تر بلې یې بازار ښه کېږي.
دغه راز، د پلخمري ښار یو اوسېدونکی سیدالرحمن وایي، دوی له ډېر پخوا په کور کې د زغر له غوړیو استفاده کوي؛ ځکه ځانګړی خوند لري او که وریجې پهکې پخې شي خوند یې څو برابره ډېریږي او د انسان بدن ته هم هیڅ ډول زیان نهلري.
هغه وویل، د زغر او کونځل غوړي د ژمي موسم لپاره ښه دي او ډېر خوړل کېږي.
دغه راز، د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول ولي امرخېل پژواک ته وویل، سږ کال د ورښتونو ډېروالي له امله د زغرو او کونځلو حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او د دغو بوټو له دانو د غوړیو تولید هم ډېر شوی دی.
هغه زیاته کړه: «تېر کال له شپږ زره هکتاره ځمکې ۱۰۷۱ مټریک ټنه زغر ترلاسه شوي وو، سږ کال هم پر شپږ زره هکټاره ځمکه زغر کرل شوي خو درې زره ۸۷۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی چې د تېر کال په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي او لامل یې هم د بارانونو ډېروالی و.»
نوموړی زیاتوي، د تېرو څو کلونو پرلهپسې وچکالیو له امله په دغه ولایت کې د زغرو حاصلات ښه نه وو او د غوړیو تولید یې هم کم و.
د یادونې ده، ډاکټران وايي، د زغر او کونځل غوړي د نورو نباتي جامدو غوړیو په نسبت روغتیا ته هیڅ ډول زیان نهلري او د هر عمر کسانو ته یې خوړل ګټور دي.
بغلان کې د معدې او زړه ناروغیو متخصص ډاکټر لعلمحمد هجرت وویل: «د زغر او د بازار د عامو نباتي غوړیو ترمنځ توپیر ډېر دی؛ عام غوړي خالص نه دي، کم خوراک یې هم بدن ته زیان رسوي، لکه د وینې غوړ او لوړ فشار، خو د زغر غوړي چې خالص دي، کیمیاوي مواد پهکې نشته، خوراک یې بدن ته هومره زیان نهلري لکه څومره چې عام نباتي غوړي یې لري؛ نو ځکه ویلای شو چې د زغر غوړي د زړه او د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان هم کارولی شي.»
د زغر او کونځل غوړي د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ژمي موسم پر مهال ډېر کارول کېږي چې خلک پهکې د نورو خوړو ترڅنګ وریجې ډېرې پخوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP