منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

سبا د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي چې سبا به د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شي.

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سبا به د پوهنې وزیر حبیب الله اغا، د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون نوی ښوونیز کال پیل شي.

خو د پوهنې وزارت په دې اړه چې سبا به د نوي ښوونیز کال په پیلیدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښونځیو ته تګ اجازه ورکړل شي که نه؟ څه نه ویلي دي.