منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۹۲ کتنې · تازه شوی

میدان‌ښار (پژواک، ۵ وري ۱۴۰۴): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښوله امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړنۍ پېښه د سید اباد ولسوالۍ د لوړې په سيمه کې د یوه مازدا او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې دوېیمه پېښه هم د سیداباد ولسوالۍ اړوند په دشت ټوپ سیمه کې د یوه فیلډر موټر د چپه کېدو له امله شوېده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.