ګردېز (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴ ): د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی موسیخېل او مېرمن یې چې د زوی له مرګ وروسته ورته رواني ناروغي پيدا شوې، وايي، کوچنی زوی یې په مزدورۍ پسې خوست ته لېږلی و چې هلته یوه په هوټل کې د چاودنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
۵۵ کلن موسیخېل د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ د عثمانخېلو د بوکر غونډۍ سیمې اوسېدونکی دی چې د زوی مړینې له امله یې ذهني توازن له لاسه ورکړی.
مخکې له دې چې د خپل زوی د مرګ کیسه راته وکړي، د کور بېدروازو خونو ته یې اشاره وکړه: «ټول ژمی مې دې کوټو کې تېر کړی، دروازې نهلري، سخت ساړه به وو.»
موسیخېل چې د بېوزلۍ او د زوی مړینې له امله په ۵۵ کلنۍ کې سپينږیری شوی، وايي، زوی یې تېر کال په خوست ولایت کې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله وژل شوی.
دی چې د زوی د انځور په کتلو یې سترګې له اوښکو ډنډې شوې، په اړه یې نورې خبرې ونهکړې، لنډ یې وویل: «عریضه مې کړې خو پیسې نه راکوي، وايي زوی دې واده نه درلوده.»
ده ته ویل شوي وو چې د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري د شهیدانو کورنیو ته پیسې ورکول کېږي، خو ده ته نه دي ورکړل شوي.
د موسیخېل مېرمن هم لکه د ده په څېر، د زلمي زوی مرګ داسې په ملا ماته کړې چې د خبرو توان یې هم نه درلود، مونږ ته یې څه ونه ویل، یوازې یې زمونږ خبرو ته غوږ ایښی و.
د هغوی بل زوی زمینالله چې اوسمهال ګردېز ښار کې د کلچو جوړلو یوه کارخونه کې پر کار بوخت دی، همدومره ګټي چې شپې یې ورباندې سبا کېږي.
هغه وايي، که پیسې یې لرلی د خپل ناروغ مور او پلار درملنه یې کوله.
نوموړي وویل: «کشر ورور مې تېر کال د ښوونځي له دوولسم ټولګي له فارغېدو وروسته خوست ته ولاړ، هلته یې یوه هوټل کې شاګردي کوله چې بیا هوټل کې بم والوت او ورور مې پهکې مړ شو، مور او پلار مې بیخي ورپسې عصابیان شوي دي، پنځه مينټه چې ښه ورباندې تېر شي هغه بيا لاړه شي بيا ټوله ورځ په خپګان کې وي، ټوله ورځ ژاړي، ټوله شپه او ورځ په ژړا او په خپګان پرې تېرېږي، دوی اوس هم دا فکر کوي چې که خوست ته نه وای تللې، دا به داسې نه کېده.»
هغه واده لري، خو لا اولادونه نهلري، وايي حیران دی چې کور ته نفقه پیدا کړي، د مور او پلار درملنه وکړي او که د خپلې مېرمنې؟
زمینالله وویل: «ورور مې چې شهید شو، بیا ما عریضه وکړه د ولسوالي له خوا هم راته تایید شوه چې ګردېز ته یې یوسئ، خو شهیدانو او معلولینو ریاست کې یې دا بهانه راته نیولې ده چې دا یتیم نهلري، نو که یتیم نهلري کور خو لري، دغه مور او پلار یې په عصبي او رواني ناروغیو اخته شوي دي، د دغو درملنه خو به مې پرې کړې وه.»
وايي ډاکټرانو ورته ویلي چې د مور او پلار په درملنه یې ډېر لګښت کېږي.
خو له درملنې مخکې له دغه ډول ناروغانو سره باید څه ډول چلند وشي؟
پکتیا کې د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص شاهمحمود ګران راته وویل، دغه ډول کسان باید بوخت وساتل شي، هغه څه چې دوی له لاسه ورکړي باید ورسره یاد نهکړل شي او همیشه تسلي ورکړل شي.
هغه وویل: «که یو کس د کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړي، په میاشت کې یا تر څلوېښت ورځو پورې که هغه غم کموالی وکړي ښه دی او که چېرته له دې مودې وروسته هم هغه مریض وي، زړهتنګی وي، ژاړي، غوسه کېږي او یا ورته بېخوبي پیدا کېږي، نو بیا په ناروغۍ کې حسابیږي، نو بیا باید د عقلي او عصبي ډاکټر سره مشوره وکړي او تداوي یې وشي.»
زمینالله وايي، د مور او پلار د درملنې په اړه له ډاکټرانو سره غږېدلی خو دا چې د لګښت توان یې نهلري، تراوسه یې کوم چاره نه ده کړې.
هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP