Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

ګردېز (پژواک، ۲۷ ثور ۱۴۰۴): د پکتيا امنيه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې یې دوه کسان د یوه ماشوم د تښتونې په تور نیولي دي.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ ویاند، منیب ځدراڼ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د مرکز ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دوو تنو هڅه کوله یو لس کلن ماشوم وتښتوي، خو د امنیتي ځواکونو ته د وختي راپور له ترلاسه کېدو سره سم، پر وخت اقدام وشو، تښتوونکي ونیول شول او ماشوم ژغورل شوی دی.

د ځدراڼ په وینا، د نیول شوو تورنو کسانو دوسیې به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته اړوندو قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هغه ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه‌کړي، څو عامه نظم ګډوډ کړي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.