ژبه

پرتګال کې له پټلۍ د رېل‌ګاډي وتلو پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): پرتګال کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په لیسبون ښار کې له پټلۍ د یوه کېبلي رېل‌ګاډي وتلو پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د «ګلوریا» په نوم یاد کېبلي رېل‌ګاډی چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۵ کال کې فعال شو، د لیسبون ښار «بایشا» سیمه له «یایرو الټون» سیمې سره نښلوي او د لیسبون یوه له مهمو سیاحتي سیمو ده. له دغه رېل‌ګاډي هم ځایي خلک او هم ګرځندویان استفاده کوي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماښام هغه مهال وشوه چې د دغه تاریخي رېل‌ګاډي یو واګون له پټلۍ ووت او له یوې ودانۍ سره ولګېد.

سرچینې لیکلي چې د دې پېښې یو شمېر قربانیان بهرني وګړي دي.

د پرتګال ولسمشر مارسلو ربیلو ډي‌سوزا هم د غمرازۍ په څرګندولو سره دغه پېښه «یوه تراجدي» بللې او د لامل د ژر تر ژره معلومولو غوښتنه یې کړه ده او د دغه هېواد دولت نن (پنج‌شنبه) ملي ماتم اعلان کړی دی.

دغه پېښه په دې وروستیو کلونو کې په پرتګال کې تر ټولو مرګونې ترانسپورټي پېښه بلل شوې ده.

ورته موضوع