هرات (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د دغه ولایت له مرکزي محبسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰ بندیان ازاد شول.

د هرات د محبس عمومي رییس ملا شرافالدین وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶۰ بندیان خوشي شول.

نوموړي زیاته کړه، په خوشي شوو بندیانو کې هغه کسان شامل دي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د بښنې په فرمان کې شامل شوي او ۱۶۲ نورو کسانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه فرمان د اسلامي امارت د څلورمې کالیزې په مناسب صادر شوی دی.

ورته مهال، یو شمېر خوشي شوي زندانیان د خوښۍ په څرګندولو وايي چې د بند په موده کې یې دیني، حرفهیي او اخلاقي زدهکړې ترلاسه کړې او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به سالم ژوند ته مخه کوي.

د هرات د محبس مسوولین وايي چې اوسمهال څه باندې درې زره بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله په دغه زندان کې ساتل کېږي او هغوی ته د دیني او عصري علومو او بېلابېلو حرفهیي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.