کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): سږ کال په کندهار کې د انګورو حاصلات څه باندې ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوي؛ خو د لارو د بندښت او محدودیتونو له امله تر اوسه له دغه ولایته انګور بهرنیو بازارونو ته نه دي صادر شوي چې له امله یې بیې راټیټې شوې او بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ دي.
څه باندې لس میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او صادراتي لارې تړلې دي.
کندهار د افغانستان د انګورو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو دی چې هر کال یې لسګونه زره ټنه انګور پاکستان، هند او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو سږ کال د صادراتو درېدو له امله دغه محصول تر ډېره د هېواد کورنیو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، د صادراتي لارو د ستونزو له امله تر اوسه د کندهار انګور بهرنیو بازارونو ته نه دي صادر شوي.

هغه زیاته کړه: «انګور د هغو مېوو له ډلې دي چې د ساتنې موده یې محدوده ده او پر اوږدو لارو د لېږد وړتیا نه لري. پخوا تر ډېره پاکستان ته صادرېدل، خو اوس دا لار بنده ده، کله چې د صادراتو لپاره مناسبې او لنډې لارې موجودې نه وي، سوداګر نه شي کولای دغه مېوه بهرنیو بازارونو ته ورسوي.»
د نوموړي په خبره، که څه هم د کال په لومړیو کې د کندهار د دامان، ژېړۍ او یو شمېر نورو سیمو بڼونه د ږلۍ له امله زیانمن شوي، خو بیا هم سږ کال د انګورو حاصلات ښه دي او خلک هڅه کوي چې د تازه انګورو یوه برخه ممیز کړي او د وچې مېوې په توګه یې صادر کړي.
دغهراز، بڼوال وایي، له دې امله چې صادرات ولاړ دي، سوداګر زړه نه ښه کوي د انګورو باغونو وپېري او بیې یې هم راټیټې شوې دي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ یوه بڼوال محمدحنیف وویل: «تېرو کلونو کې مې باغ په پنځه یا پنځهنیم لکه افغانۍ خرڅاوه، خو سږ کال چا په درې لکه افغانۍ هم ونه پېره؛ اوس مجبور یم خپله انګور بازار ته یوسم او په ټیټه بیه یې وپلورم.»

د ژېړۍ ولسوالۍ یو بڼوال او د انګورو سوداګر محمدعیسی هم اندېښنه څرګندوي او وایي، که د انګورو د صادراتو لپاره لارې پیدا نه شي، نه یوازې انګور، بلکې نورې تازه مېوې به هم له ورته حالت سره مخ شي.
هغه وویل: «دلته نه د جوس جوړولو فابریکې شته او نه د مېوو ساتنې مناسبې خونې؛ نو انګور به خراب شي.»
محمدعیسی غوښتنه کوي چې د راتلونکو کلونو لپاره دې د تازه مېوو د صادراتو ستونزه هواره شي؛ ځکه د ده په خبره، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، بڼوال به له خپلو باغونو زړهتوري شي.

په کندهار کې د انګورو پلورونکي هم وایي، که څه هم د انګورو بیې ټیټې شوې، خو دوی ته بیا هم د باغونو او بازار ترمنځ د لېږد د لوړ لګښت له امله د پام وړ ګټه نه پاتې کېږي.
د انګورو پلورونکی سیدجان وویل، د باغ او بازار ترمنځ د لېږد لګښتونه دومره لوړ دي چې د انګورو له پلورلو ورته ډېره ګټه نه پاتې کېږي.
هغه زیاته کړه: «موږ یو من (څلورنیم کیلوګرامه) انګور په باغ کې په ۱۰۰ افغانۍ اخیستي، خو د شکولو، بارولو او بازار ته د رسولو لګښتونه چې حساب کړو، چندان ګټه نه راته کوي؛ اوس په بازار کې ښه انګور یوه کیلو له ۲۵ افغانیو په لوړه بیه نه خرڅېږي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تازه مېوو د ساتنې او پروسس د اسانتیاوو ترڅنګ، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د منظمو صادراتي لارو نشتوالي هم د بڼوالو ستونزې زیاتې کړې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی نظرمحمد عیان وویل، د بازارونو محدودیت، بهر ته د صادراتو لپاره د مناسبو لارو نشتوالی او په هېواد کې د پروسس فابریکو کمښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر وړاندې عمده ستونزې دي.
هغه زیاته کړه: «تر هغه چې د تازه مېوو لپاره منظم صادرات، سړې خونې او د پروسس فابریکې رامنځته نه شي، هر کال به بڼوال د حاصلاتو په موسم کې له دې ډول ستونزو سره مخ کېږي. د انګورو د صادراتو لپاره یوازې پر یوه مسیر تکیه کول هم لوی اقتصادي خطر دی، لکه دا چې اوس ورسره مخ یو.»
د نوموړي په خبره، که د هوايي دهلېزونو او سیمهییزو بازارونو له لارې د صادراتو ظرفیت پراخ شي او ترڅنګ یې د ممیزو، جوس او نورو محصولاتو د تولید صنعت پیاوړی شي، نه یوازې بڼوالو به له زیانونو وژغورل شي، بلکې د افغانستان د کرنیزو صادراتو ارزښت به هم لوړ شي.
دغهراز، د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تمه ده چې له ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه ۲۲۵ زره او ۵۰۰ ټنه انګور ترلاسه شي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي: «تېر کال زموږ د انګورو حاصلات کم وو او څه باندې دوه لکه ټنه وو، خو سږ کال د انګورو حاصلات ۲۲۵ زره او ۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.»
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې بېلابېل ډول انګور لري او د هېواد د تازه مېوو د صادراتو مهمه برخه جوړوي. خو بڼوال او سوداګر وایي، که د صادراتو اوسنی وضعیت دوام وکړي، د انګورو ترڅنګ به د انارو او نورو تازه مېوو بازارونه هم له ورته ستونزو سره مخ شي.