کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو ۱۵۶ کسان د تورخم او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ډله کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.